اسلام آباد 23 نومبر (اے پی پی) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي شیډول كړې کنفرنس منسوخ کولو هندۍ پريكړې سارك فورم ته زيان رسولې دې ، د هند لخوا په مقبوضه کشمیر كښې د ناوړه وضعې په اړه به د کابینې جلا غونډه كولې شي ، کشمیر كښې د آزادۍ هلې ځلې د پريكړې وړ پراؤ ته رسېدلې ٬ د شورو پھ ورځ خپله يوه مركه كښې ده ووئيل د کنفرنس منسوخ کولو د هند پريكړې سره سارك فورم ته زيان رسېدلې ۔ هند كښې د كيدونكې هارټ آف ایشیاء کنفرنس كښې د ګډون كولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان د افغانستان سره نزدې اړيكې لري او مونږ دې څخه جلا كيدې نه شو۔ ده په ډاګه كړه چې هارټ آف ایشیاء دوه اړخيزه کنفرنس نه بلکې د دې تعلق د افغانستان د حالات سره دے۔ د کشمیر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حکومت د ملګرو ملتنو او د او آئی سی پشمول په ټولو نړيوالو فورمونو د کشمیر مسئله په ښه ډول پورته كړې ده۔ ده ووئيل کشمیر كښې د آزادۍ هلې ځلې د پريكړې وړ دور ته رسېدلې دي
د هند يو اړخيزه پرېكړې څخه شېدول شوې کنفرنس منسوخ کېدو سارك فورم ته زيان رسولې
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado