اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا وئيلي دي چې د اي سي او تيارې غوره او صورتحال د ډاډ وړ دے٬ د مشرانو د غونډې كوربتوب پاكستان لپاره درناوې دے۔ په كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره د يو شمېر هېوادونو اولس مشرانو او وزيراعظمانو تشريف راوړے دے او د دوي تود هركلې شوے۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د پاكستان ټيلي ويژن په لائيو اېټ فائيو پروګرام كښې د خبرو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې زمونږ منطقه د ډېر مهم دور نه تېرېږي او په نړۍ كښې د سياست او اقتصاد په اړه ډېر مهم بدلونونه روان دي۔ ده ووئيل چې نړۍ معيشت ته پام كړې٬ سيمه ايز روابط جوړولې شي او اقتصادي بلاكونه جوړېږي۔ ده ووئيل چې اي سي او او د سيمې خلق هم د دې منطقې نه ډېرې هيلې لري ځكه چې دلته ډېر صلاحيتونه موجود دي۔ ده ووئيل چې د اي سي او د وژن 2025م له مخې به پارلماني تبادلې او د سائنس او ټېكنالوجې په څانګه كښې مرسته زياته شي۔ اقتصادي مرسته او تجارت به هم زيات شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان د منطقې د اقتصاد او تجارت لار جوړېدے شي۔ ده ووئيل چې پاكستان لپاره دا د درنښت خبره ده چې پاكستان په ډېر مهم وخت كښې د اي سي او كنفرنس كوي۔
د اي سي او تيارې غوره او صورتحال د ډاډ وړ دے٬ د مشرانو د غونډې كوربتوب پاكستان لپاره درناوې دے ۔ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria