اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ډي اېټ مشرانو غو??ډه كښې ګډون له (نن) د زيارت په ورځ تركيې ته روانېږي ۔ د ډي اېټ مشرانو غو??ډه به په 20م اكتوبر كېږي۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف د مشرانو غو??ډې نه وړاندې د وزيرانو كونسل په 17مه غو??ډ كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې دا د بنګله دېشن٬ مصر، انډونیزيا، ایران، ملائیزي??، نائجیریا، پاکستان او ترکیې پشمول د 8 پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ډي اېټ مشرانو 9مه غو??ډه ده او دا وخت پاكستان د ډي اېټ مشري كوي چا چې په نومبر كال 2012 كښې په اسلام آباد كښې د غو??ډې په مهال د صدارت زمه واري اخستې وه ٬ پاکستان د دوو كالو عمومي مودې نه پس د صدارت وظيفه ترسره كوي۔ وياند ووئيل په نومبر كال 2012 كښې په اسلام آباد سمټ كښې د ډي اېټ په چارټر او د ګلوبل وژن په دوو مهمو دستاوېزا??و لاسليك شوې ٶ۔ وزیراعظم به د ډي اېټ سمټ مشري تركيې ته سپاري۔ د استنبول مشرانو كنفرنس كښې د اعلاميې او لائحه عمل د منظورېدو هيله ده۔ د ډي اېټ په منشور كښې مرستې له د توان٬ صنعت، كركيلې ٬ د خوراك تحفظ ٬ تجارت ٬ ټرانسپورټېشن او سېلګرۍ څ??نګ?? شاملې دي۔ استنبول كښې د مشرانو غو??ډې په مهال به د نتظيم 20مه كاليزه هم لمانځلې شي۔ هيله ده چې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د مشرانو غو??ډې په مهال د ډي اېټ غړو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونه هم كوي
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ډي اېټ مشرانو غونډه كښې ګډون له (نن) تركيې ته روانېږي
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب