اسلام آباد۔9مارچ (اے پی پی) وفاقي كابينې د سټېټ بېنك بدلون بل 2020 مسودې‘سارک هېوادونو لپاره د 30 لاکھه ډالرو عطيه كولو د پاک روس نارتھ ساﺅت لوظنامه كښې د بدلون پروټوكول منظوري او د بېلو تقررو منظوري وركړې ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د سنېټ ټاكنو په سپېځلي ډول كولو له مو جدي هڅې وكړې خو هغه هم په هغه ورځ متنازعه شوې۔ مونږ به مخالفو قواؤ ته ماتې وركولو له هلې ځلې كوو۔ صادق سنجراني به د سېنېټ چيئرمېن ټاكنې اوګټي۔ هغه د نهې په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ وفاقی وزیر ووئيل وفاقي كابينې په مېترو بس سروس منصوبه غور وكړو او د بېلو سببونو په بنياد دې منصوبه كښې د شوي تاخير ئې جاج واغست۔ هغه ووئيل د سټېټ بېنك آف پاکستان ترمیمی مسودې مقصد سټېټ بېنك ته لا اختيار وركول دي۔ د سټېټ بېنک بنیادی كار په افراط زر قابو موندل دي۔ زمونږ حكومت ستېټ بېنك ته لا اختيار وركړے دغسې چې هغه په آزادۍ سره خپل كار روان وساتي۔ هغه ووئيل پخوا سټېټ بېنك دومره خپلواكي نه لرله۔ په دې به د حكومتونو اثر ؤ۔ هغه ووئيل سارك ریجنل پلېټ فارم دے حكومت د 30لکھ ډالرو عطيه كولو وعده كړې وه۔ وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري وړاندېز وركړو چې مونږ كوم كووېډ آلات جوړوؤ هغه دې عطيه كښې شامل كړے شي۔ هغه ووئيل په براډ شيټ يو كمېشن جوړ كړے شوے او جسټس عظمت سعيد د هغې مشر دے۔ هغه د كومې تنخا يا مراعاتو اخستو نه معدزت كړے چې كابينې ئې ستائنه كړې
وفاقي كابينې د سټېټ بېنك ترميمي بل 2020 مسودې‘سارک هېوادونو ته د 30 لاکه عطيې وركولو او د پاک روس نارتھ ساﺅت لوظنامه كښې د بدلون منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز