اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي وئيلي دي د فن او كلتور تحفظ ته پم لرنه كوو، بهبود د فن او كلتور تحفظ كښې مهم كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بهبود كېفے پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل “بهبود” په ښه ډول كار كوي٬ ناوياته شوے فن او كلتور محفوظولو ته اول پام لرنه كوو، زمونږ په هېواد كښې په مېرمنو او ناريناٶ كښې د فن او كلتور پحقله پراخه صلاحيت موجود دے، د كومو چې بېلا بېلو طريقو څخه څرګندونه كېږي۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل بهبود په هېواد كښې د فن او كلتور تحفط او وده كښې مهم كردار لوبوي۔ په دې موقع كوچنيانو ټېبلو وړاندې كړه د كومې چې بېګم ثمينه علوي ستائنه وكړه او دغسې وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي د بهبود كېفے پرانسته هم وكړه
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ