اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره په بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك د جمعې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې ليدلې دي۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې سفير جاوېد ملك وزيراعظم د پاكستان او بحرېن ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره د پورته كړې شوو ګامونو او په خاص توګه د اقتصادي سفارتكارې په اړه خبر كړو۔ وزيراعظم د دوه اړخيزه رابطو استحكام او په خاص توګه اسلام آباد كښې د كنګ حمد پوهنتون په جوړولو كښې د جاوېد ملك د هڅو ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې ووئيل شول د پاكستان او بحرېن د شريك وزارتي كمېسون وړٶمبنۍ غونډه به اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به د بحرېن خارجه وزير ګډون كوي۔ بحرېن كښې د پاكستان سفير د وړومبي پاك بحرېن تجارتي موقعو كنفرنس هم رامخې ته كړو كوم چې بحرېن كښې په كاميابۍ تر سره شوې٬ دوېم كنفرنس سږ كال په مارچ كښې په اسلام آباد كولو له خبرې روانې دي چې پكښې به د بحرېن د تجارت وزير په مشرۍ كښې كاروباري پلاوي ګډون كوي۔ جاوېد ملك وزیر اعظم د كنګ حمد پوهتون جوړولو نه خبر كړو كوم چې د بحرېن باچا لخوا د ډالۍ په توګه جوړولې شي
وزيراعظم محمد نواز شريف سره په بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك وليدل
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا