اسلام آباد ۔ 04 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د اقتصادي راهدارۍ په وخت بشپړول به د پاكستاني اولس كاميابي وي۔ ټول سټېك هولډرز بايد په ګډه كار وكړي۔ وفاقي ادارې بايد اړوندو صوبائي حكومتونو سره مرسته باوري كړي۔ د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت كښې د سي پېك منصوبو جاج اخستو غونډه وشوه۔ غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي سېكتر٬ د چين سفارت ٬ د اړوندو وفاقي او صوبائي وزارتونو او ادارو اعلی عهدېدارو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د مواصلات ٬ رېلوے ٬ توان ٬ ګوادر او د خاص اقتصادي او صنعتي زونز په پروژو د روان كار د رفتار جاج واخستې شو۔ په دې مهال وفاقي وزير ووئيل وفاقی حکومت د صوبائی حکومتونو ستونزې هوارولو له چمتو دے۔ سی پېک منصوبو سره اړوندې ادارې ٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه او وزاتونه د يوې ډلې غوندې كار كوي۔ ده ووئيل سی پېک منصوبو سره انجینئرنګ، ټرانسپورټېشن او د انفراسټرکچر په څانګو كښې نوې علوم او ټېكنالوجي معارفي كېږي۔ پاکستان لپاره د اقتصادي راهدارۍ په سوب د انجینئرنګ، ټرانسپورټېشن او انفراسټرکچر په څانګو كښې د زده كړې بلها موقعې موجود دي۔ ده ووئيل پاكستاني پوهنتونونو او د څېړنې څانګې له به دې موقعو څخه استفاده كولو له منصوبه بندي كول وي۔ د لوړو زده كمېسيون دې څلورو واړو صوبو كښې پوهنتونونو او څېړنې لپاره جوړو شوو ادارو سره راپور جوړ كړي۔ ده ووئيل مونږ له به صنعتي څانګه كښې د نوې څیړنې او رجحاناتو جاج اخستو سره خپل تعليمي نصاب ښه كول وي
د اقتصادي راهدارۍ په وخت بشپړول به د پاكستاني اولس كاميابي وي۔ ټول سټېك هولډرز بايد په ګډه كار وكړي
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے