پیښور 31 اګست (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په اوسني سېلاب كښې لوي ځاني او مالي زيان شوے٬په سباؤن كښې د سېلاب په تباهۍ قابو موندلو لپاره د تل پاتې منصوبه بندۍ ضرورت دے۔ده دا خبرې د نوښار په ګورنمنټ سكول آمان ګړھ كښې د مرستې په كېمپ كښې سېلاب ځپليو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔صدر مملكت ووئيل سېلاب د خېبرپښتونخوا نوښار٬چارسده٬سوات٬دير٬ډي آئي خان٬ټانك او نورې ضلعې سختې ځپلې دي چرته چې په لويه شمېره خلق بې كوره شوي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې په سېلاب كښې هوټلې٬سړكونه٬پلونه ٬ كورونه٬فصلونه٬باغونه او څاروي ځپلې شوي ۔صدر مملكت صوبائي حكومت ته د مرستې چارو زياتولو هدايت وكړو۔صدر مملكت ووئيل د وسله والو ځواكونو پشمول ټولې حكومتي ادارې سېلاب ځپليو سره مرستې لپاره په همغږۍ كار كوي۔صدر مملكت شتمندو ته ووئيل چې هغوي د سېلاب ځپليو د زړه په اخلاص مرسته وكړي۔ده د سېلاب ځپليو د مرستې چارو په مهال د هلال احمر پشمول د ځايې او نړيوالو اېن جي اوز كاركردګي هم وستائېله۔صدر مملكت په كيمپ كښې په آسانيو د اطمينان څرګندونه وكړه او د ځپليو څخه يې د ستونزو او غوښتنو پوښتنه وكړه او ځپليو سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه۔د دې نه پس صدر مملكت د مردان پل څخه د لنډي سيند د سېلاب صورتحال جاج واخست۔د دې څخه وړاندې صدر مملكت ته د نوښار ډپټي كمشنر مير رضا ازګن د سېلاب په اړه بريفنګ وركړو
د وسله والو ځواكونو پشمول ټولې حكومتي ادارې د سېلاب ځپليو مرسته كوي ۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ