اسلام آباد 09 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزارت ته هدايت كړې چې حج 2017 لپاره دې انتظامات لا پياوړې كړې شي او حاجيانو صاحبانو ته دې زياتې اسانۍ وركړې شي۔ د زيارت په ورځ د وزارت لخوا د حج 2017ﺀ په اړه وزیراعظم ته د بریفنګ وركولو په مهال وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئيل د وزيراعظم د هدايت ترمخه د تېرو درې كلونو په مهال حج انتظامات وړاندې نه ډېر ښه شوي۔ وزیراعظم محمد نوازشریف حاجيانو صاحبانو ته د اسانيو وركولو په لړ كښې د وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د وزارت د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ ده وزارت ته هدايت وكړو چې د حج انتظامات بايد لا پياوړې او ارزان كړې شي۔ وزیراعظم ته ووئيلې شو ??ې سعودي عربستان سره كلنه حج لوظنامه 2017 شوې۔ ده ووئيل د حرم شريف پراختيا په سوب چې په كال 2013 كښې د حج كوټه كښې كم كمې راغلې ؤ هغه كمې ختم كړې شوې۔ له دې كبله د روان كال په مهال به د 143 زره 368 پاكستاني وګړو په ځائې 189 زره 210 پاكستاني وګړي د حج سعادت ترلاسه كوي۔ وزیراعظم محمد نوازشریف د مذهبي چارو وزارته هدايت وكړو چې په ايئرپورټ ٬ منی ٬ عرفات او مزدلفه كښې دې حاجيانو ته د نورو اسانيو سره سره د درې وخته خوراك وركولو پلو هم پام ??كړے شي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت به د مذهبي چارو زارت هره ممكنه مرسته كوي۔ دغسې چې د لوئے څښتن مېلمانه حج آرام او اسانۍ سره ادا كړے شي۔ وفاقی وزیر وزیراعظم ته ووئيل چې د سركاري سكيم ترمخه د حج خواستونو شمېره 2013ء كښې 86919 وه كومه چې 2016ء كښې زياتېدو سره 2,80,617 ته رسېدلې۔ ده ووئيل د سركاري سكيم ترمخه په حج خواستونو كښې تر 300 فيصده زياتوالې په حج انتظاماتو د اولس د باور عكاسي كوي۔ غونډه كښې د دې خبرې منظوري هم وركړې شوه چې تېرو 7 كلونو كښې د سركاري سكيم ترمخه د حج فريضه ادا كوؤنكي به د كال 2017 حج له د خواست جمع كولو اهل نه وي۔ غونډه كښې د وزيراعظم سېكتر فواد حسن فواد ‘ د مذهبي چارو سېكتر خالد مسعود چوھدری او د مذهبي چارو وزارت نور چارواكي هم موجود وو
د وزیراعظم محمد نوازشریف د مذهبي چارو وزارت ته د حج 2017ء انتظاماتو لا پياوړتيا او حاجيانو ته د زياتو اسانيو وركولو هدايت
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria