اسلام آباد ۔09 مئی (اے پی پی) پاکستانی نژاد فرانسېسی وګړي شېف د “واحد برادرز” په درناوي كښې د اسلام آباد په ځائي هوټل كښې د غیر رسمی دستورې اهتمام كړې وو۔ په دستوره كښې د اطلاعات ٬ خپرونو او قامی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب په خاص بلنه ګډون وكړو۔ په دې موقع د فرانس سفیره مارټن ډورېنس هم موجود وه۔ په فرانسيسي خوراكونو د پاکستانی نژاد شېف واحد برادران ستائنه وكړې شوه۔ دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب او د فرانس سفیرې هم د واحد برادران د خوراكونو ستائنه وكړه۔ دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب د نوموړي شېف برادران سلوېسټر واحد او جوناتھن واحد پاکستان ته په راتږ د هغوي هركلې كولو سره ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان د ژوند په ټولو څانګو كښې کامیابی ترلاسه كولو سره د پاکستان نام?? روښانه كوي، مونږ په هغې وياړ لرو۔دې ووئيل واحد برادران په ښه خوراكونو تيارولو كښې خپل صلاحیتونه لري۔ د فرانس په صدارتی ټاكنو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب د فرانس سفیرې له مباركي وركړه ۔ دې ووئيل د کم عمره اولس مشر ایمینول میکغون ټاكنه د فرانس د اولس په ده د باور څرګندونه ده۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې واحد برادران ووئيل مونږ پاکستان او پاكستاني اولس سره بې كچه مينه لرو او د هغوي پ?? پرمختګ خوشحالېږو ، د ښه خوراك كولو سره د وګړو موډ هم ښه وي۔ واحد برادران ووئيل د نورو ميلمستيا سره په ټولنه كښې ښه جذباتو ته وده ترلاسه كېږي، دواړه وروڼه سلوېسټر واحد او جوناتھن واحد د پاکستان په كوهاټ ښار كښې زېږيدلې وو
بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان د ژوند په ټولو څانګو كښې کامیابی ترلاسه كولو سره د پاکستان نامه روښانه كوي، مونږ پرې وياړ لرو
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج