اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په سوئېلي آسيا كښې د شخړو هواري سره عمري او تذوير??تي استحكام راتللې شي٬دا د لويو نړيوالو طاقتونو ذمه واري ده٬پاكستان په منطقه كښې د روايتي او اتومي وسلو د زغل په ضد دے٬د هند لخوا د اتومي آبدوزو پشمول په لويه توګه وسله اخستو سره د پاكستان سلامتيا ته خطر پیښ دے ٬ د نيوكليئر سپلائرز ډلې امتيازې سلوك سره په سيمه كښې په ستراتېژېكي استحكام منفي اثرات پريوځي٬د پاكستان په ضد د هند اوسنې جارحيت د سيمې استحكام ته د پیښو خطرو ښكاره ثبوت دے٬پاكستان د جارحيت د ځواب و??كو??و صلاحيت لري۔د شورو په ورځ په سوئېلي آسيا كښې د تذوير??تي استحكام په اړه كنفرنس ته په خپل خطاب كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان يو ذمه واره اتومي هېواد او په سيمه كښې د رواي??تي او غېر روايتي وسلې زغل په ضد دے ۔پاكستان يو امن خوښې هېواد او په سيمه كښې امن له لوظي دے۔ده ووئيل په سوئېلي آسيا كښې د شخړو هواري سره كوټلې او تذوير??تي استحكام راتللې شي خو د كشمير مسئلې حل په سيمه كښې د پوخ امن ضمانت دے۔ده ووئيل د هند د اړخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ زياتې شوې چې ورسره د كشميري ځوانا??و د آزادۍ هلې ځلې تندې شوي۔ده ووئيل د هند په جارحانه اقداماتو او په انټي بېلسټك مېزائل سسټم پاكستان تحفظات لري٬ د پاكستان په ضد د هند جارحيت سيمه ايز استحكام ته د پیښ خطر ښكاره ثبوت دے ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان يو امن خوښې هېواد او د ګاونډيانو سره د ښو اړيكو خوښي لري خو د هېواد سلامتيا او قامي سلامتيا ته د زيان رسولو په صورت د ځواب و??كو??و بشپړ صلاحيت لري۔ده ووئيل د طاقت كارول د كومې مسئلې حل نه وي٬دې سره سيمه د عدم استحكام ښكار كېږي٬خارجه وزير ووئيل د پاكستان او هند اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ له كار كولو ته اړټيا ده۔ده په ډاګه كړه چې
په سوئېلي آسيا كښې د شخړو هواري سره عمري او تذويراتي استحكام راتللې شي٬دا د لويې نړيوالو طاقتونو ذمه واري ده
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ