اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر فيصل جاوېد خان وئېلي دي موجوده حكومت په سپيځلتيا باور لري او په سنجيدګۍ سره د انتخابي اصلاحات كولو عزم لري۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل ټوله نړۍ د ټېكنالوجۍ پلو روانه ده٬ټاكنو كښې سپيځلتيا لپاره د اليكټرانك ووټنګ سستم معارفي كول د وخت مهم ضرورت دے٬ده ووئيل اپوزېشن ګوندونه دې په ټاكنو كښې سپيځلتيا او ښو نتيجو ترلاسه كولو لپاره د انتخابي اصلاحات مولو په لړ كښې د حكومت ملګرتيا وكړي٬كه په هېواد كښې سپيځلې ټاكنې ونه شي نو د هېواد بهترۍ لپاره مطلوبه نتيجې نه شي ترلاسه كېدې۔ده ووئيل د حكومت لخوا بلين ټري سونامي او احساس پروګرام اولس لپاره لويې اقدامات دي ٬د كورونا وائرس چېلنج باوجود د هېواد په معيشت كښې بهتري راغلې ۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی