اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د عاشور ورځ د باطل د اطاعت څخه انكار او د حق سر لوړۍ لپاره د ودريدلو ابدي درس دې، اسلام نن د قربانو په وجه ژوندې دې،د عاشور ورځ د حق او باطل لازوال معركے ياد تازه كوي۔د عاشور ورځ په موقع د قام په نامه خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل د حضرت امام حسين او د هغه د كورنۍ عظيم قربانۍ د حق او باطل او ظالم او مظلوم ترمينځه يوه ښكاره كرخه راښكلې ده، عظيم امام يو اخلاقي اصول جوړ كړې چې پكښې د خپلواكۍ حق هلي ځلي متحرك كړې شوې دي۔ وزيراعظم ووئيل حضرت امام حسين د اتحاد، اخوت، اخلاق او رښتيا عملبردار دې،د هغه مزاحمت او د بهادرۍ پيغام د مساوات او آزادۍ آفاقي اصولو په بنياد انسانيت له اخلاقي نړيوال نظام خواهش درس وركولو۔ وزيراعظم ووئيل كله چې انسانيت ګڼو چيلنجونو څخه تيريږي او د هغه خنډانو ختمولو هڅي كوي كوم چې هغه ويني،بايد هغه د حضرت امام حسين او د هغه د رفقاء مثالي كردار څخه رهنمائي ترلاسه كړي كوم چې د صبر، وفادارۍ، اتحاد او رواداري خوبيانو سره طفيل تقسيم، افراتفري او انتشار قوتونو له ماتې وركولې شي۔
د عاشور ورځ د باطل د اطاعت څخه انكار او د حق سر لوړۍ لپاره د ودريدلو ابدي درس دې۔وزيراعظم شهباز شريف د قام په نامه پيغام
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر