انقرہ 24 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان به په سي پېك منصوبه كښې د تركيې د ??ډو?? هركلے كوي٬ سوله ايز افغانستان د پا??ست??ن او منطقې په ګټه كښې دے٬ د كال 2013 په مقابل كښې په كال 2017 كښې لوډشېډنګ ډېر كم شوې٬ په ميډيا د ځان احتساب كول د وړاندې تللو غوره لار ده٬ د پا??ست??ن ټولو سياسي ګوندونو او مشرانو له د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كول پكار دي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه په انقره كښې د سهار په ناري خبريالانو سره خپلو خبرو كښې كړې۔ ??زیراعظم ووئيل پا??ست??ن او تركيې ترمېنځه مرسته ډېر پرمختګ شوے ٬ تركيه د مېنځنۍ آسيائي هېوادونو سره په ګډه پاك چين اقتصادي لارې ته وده وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ د سباٶن وژن د خنجراب ??ه تر چين٬ كرغزسستان او قزاخستان د مېنځنۍ اسيا هېوادونو سره د رابطو جوړولو دے۔ وزیراعظم ووئيل د تركيه اولس مشر سره ملاقات كښې په سوريه٬ روسيه او د داعش سره د آزاد تجارت په لوظنامو او د اقتصادي مرستې پشمول په بېلا بېلو چارو تفصيلي خبرې شوې دي۔د لاهور په ګلبرګ سيمه كښې د چاٶدنې په اړه د ميډيا د لارې وركړې شوي ناسمه تاثر په اړه د پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل دا ډېره مثبته خبره ده او دا ډول غېر ذمه واره راپورټنګ په ضد پخپله ميډيا كښې بحث پېل شوې ولې چې د خپل ځان احتساب د وړاندې تګ ښه لاره ده ۔ وزیراعظم ووئيل موټروے زما په وړمبني حكومت كښې جوړه شوې وه او لس كاله پس ئې د مرمت ضرورت پېښ شوې ٶه۔ ده ووئيل كال 2013 كښې د هېواد واك ترلاسه كولو نه پس بيا كار پېل كړې شوې او د موټروېز په 13 منصوبو د 1100 رابه روپو په لګښت كار روان دے۔ د پاکستان او افغانستان د اړيكو په اړه وزیراعظم ووئيل مونږ د افغانستان خېر خواه يو او مونږ يو سوله ايز او مستحكم افغانستان غواړو ځكه چې سوله ايز افغانستان د پا??ست??ن او منطقې په ګټه كښې دے ۔ وزیراعظم ووئيل د پېښور ??ه تر كابل موټروے جوړولو له په فزېبلټي راپور جوړولو كار روان دے٬ د پېښور جلال آباد په ستره لاره 60 فيصده پرمختيائي كار ترسره شوې۔ ده ووئيل پا??ست??ن د افغانستان په پرمختګ كښې كردار تر سره كول غواري ولې چې افغانستان كښې استحكام پا??ست??ن كښې استحكام له مهم دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل ٬ د پا??ست??ن ټولو سياسي ګوندونو او مشرانو له د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كول پكار دي
پاکستان به سي پېك كښې د تركيې د ګډون هركلے كوي٬ سوله ايز افغانستان د پاكستان او منطقې په ګټه كښې دے
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا