اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وفاقي وزير بلاول بهټو زراري وئيلي دي د كورونا وبا زمونږ ټولنې ځپلي، د كورونا وبا په وجه د لكهونو په شمېر خلقو قېمتي ژوند د لاسه وركړے، هر يو هېواد او منطقې ته به تګلاره جوړول وي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د كورونا دوهم نړيوال كانفرنس ته په خپله ورچوئل وېنا كښې وكړې. خارجه وزير ووئيل د كورونا وبا وخت يو مشكل وخت ؤ او د انساني ضروريات د پېژندلو وخت هم ؤ . د كورونا وبا په ضد مونږ ټولو په ګډه جنګ كړے، د كورونا 26 مياشتې پس مونږ د دې مثال نه لرونكې وبا څخه د زده كړې په پوزيشن كښې يو. د بهرنيو چارو وزير ووئيل د روغتيا د كوم هم ډول مسئلې حل لپاره سائنس او مانېټرنګ مهم دے. پاكستان هم د كورونا مخ نيوي په اصولو كاربند پاتې شوے. بلاول بهټو زرداري ووئيل هر هېواد او منطقې ته به خپله لائحه تيارول وي. د كورونا وبا خاتمې لپاره د چين زيرو كووډ پاليسي په خاص توګه كاميابه وه. ده ووئيل امريكې پاكستان ته 62 مليونه واكسين وركړي او چين هم د كورونا مخ نيوي لپاره لويه مرسته كړې.دغسې پاكستان هم د كورونا په اړه هغو هېوادونو سره مرسته كړې كومو ته چې ضرورت ؤ.
د كورونا وبا په وجه د لكهونو په شمېر خلقو قېمتي ژوند د لاسه وركړے، هر يو هېواد او منطقې له به تګلاره جوړول وي. د بهرنيو چارو وفاقي وزير بلاول بهټو زراري د كورونا كانفرنس ته ورچوئل خطاب
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن