اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)د پا??ستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري وئيلي دي د وزیراعظم محمد نواز شریف په ضد په چغو سورو وهلو آصف علي زرداري خپل سياسي قد لوړولو له هڅېه كوي٬ د وزیراعظم محمد نواز شریف د موثره پاليسو په نتيجه كښې نن هېواد كښې د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوې ٬ د برېښنا په بحران تر ډېره حد?? قابو موندلې شوې دې ٬ ھغه ورځ لرې نه ده چې هېواد څخه به تيارې لرې كړې شي ٬ ?? سي پېك روټ نه دې بدل شوې٬ په سي پيك كښې ټولو صوبو ته د ھغوي برخه وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ شخصي ټي وي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل كه څوك لاړ شي او كه راشي خو زرداري اوس بيا ټول عمري نشي راتللې ولې چې ھغه په خپل دور كښې كومې كا??نا??ې كړې ټوله نړۍ ترې خبر ده۔ ۔ ده ووئيل كله چې هېواد كښې د پا??ستان مسلم لیګ (ن) حكوةمت راشي نو د پرمختيائي كارونو جال خپور شي ٬ سړكونه او موټروېز جوړېږي٬ سي پېك جوړېږي٬ پاور پروژې لګي او دغسې نورې پرمختيائي منصوبې پېل كېږي ٬ده ووئېل د اوسني حكومت نه وړاندې دوه حكومتونه تېر شوي چې پكښې هېڅ ډول پرمختيائي كارونه نه دي شوې۔ طلال چوهدري ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف سره كړي ټول لوظونه ترسره كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ?? سي پېك منصوبې له مخې سندھ٬ خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې تر ټولو زيات كارونه روان دي
د وزیراعظم محمد نواز شریف په ضد په چغو سورو وهلو آصف علي زرداري خپل سياسي قد لوړولو له هڅه كوي
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II