اسلام آباد۔26مئی(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي اولس فسادي ډله مسترد كړې ٬ پوليس د ربړ يوه ګولۍ هم نه ده چلولې ٬ ټوله د دروغو پروپېګنډا ده٬ زه اسلام آباد پوليس او د رېنجرز هر يو ځوان ته د عقيدت پېرزينې وړاندې كوم۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل ما ټوله شپه پخپله د امنيتي وضعې په خپله نګراني وكړه۔ اولس فسادي ډله مسترد كړه ٬ پوليس د ربړ يوه ګولۍ هم نه ده چلولې ٬ ټوله د دروغو پروپېګنډا ده٬ عمران خان سپريم كورټ سره غلط بياني كړې ٬ ده په اسلام آباد كښې په ټاكلي شوي ځائې د جلسې كولو اجازت واخست او بيا يۍ ډي چوك ته د تللو اعلان كولو سره وعده خلافي وكړه۔ ده ووئيل مېټرو بس سټېشن وسوزولې شو٬ اونو ته اور ولګولې شو ٬ اولس دا هر څه وليدل۔ د سپريم كورټ پرېكړې تر نامې لاندې فسادي ډلې ټوله شپه اورونه لګول۔ ټوله شپه عمران نيازي كنټېنر څخه د عدالت د سپكاوي اعلانونه كول۔ ده ووئيل پوليس د ربړ يوه ګولۍ هم نه ده چلولې دا ټوله د دروغو پراپېګنډا ده۔ ده ووئيل د رېنجر او پولیس 18 اهلكار سخت ژوبل شوي دي۔ اسلام آباد پوليس او رېنجرز به د خلكو د ځان او مال حفاظت لپاره هم دغسې خپل فرض ترسره كوي٬ زه اسلام آباد پوليس او د رېنجرز هر يو ځوان ته د عقيدت پېرزينې وړاندې كوم۔ ده ووئيل سپريم كورټ دې د آئين او رياست عملداري باوري كولو له ښكاره احكامات جاري كړي دغسې چې فتنه خپرونكې ډله اسلام آباد څخه بهر كړې شي او د اسلام آباد د وګړو د ځان او مال ستانه باوري كړې شي۔ ده ووئيل رېنجرز او اسلام آباد پولیس پېشه ورې ذمه وارۍ تر سره كولو سره د اسلام آباد د وګړو حفاظت وكړو او په فسادي ډله يۍ د اوښكو بهيوؤنكو ګاز د لارې قابو وموندلو
اولس فسادي ډله مسترد كړه ٬ پوليس د ربړ يوه ګولۍ هم نه ده چلولې ٬ ټوله د دروغو پروپېګنډا ده٬ داخله وزير
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ