اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي جماعت الاحرار افغانستان كښې محفوظ ځايونو څخه پاكستان ك??ې د ترهګرۍ كاروائي كولو كښې ككړ دے۔ د پاكستان حكومت لخوا د ببا بيا تحفظاتو او د جماعت الاحرار ترهه ګرو فهرست افغان حكومت ته د وركولو باوجو افغانستان د ترهه ګرو په ضد كومه كاروائي كړې نه ده۔ ترهګري دواړو هېوادونو له شريكه خطره ده او د دې خاتمې له شريكې نزدې مرستې او د پولې دواړو اړخونو ته د ترهه ګر عناصرو تګ راتګ مخنيوي په غرض فعاله بارډر منېجمنټ ته اړتيا ده۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه دا خبر خارجه سلاكار د زيارت په ورځ د افغان قامي سلامتيا سلاكار حنيف اتمار سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔خارجه سلاكار ووئيل د پاكستان په بېلو برخو ك??ې د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو په نتيجه ك??ې د ګڼ شمېر قيمتي ځانونو په زيان د پاكستان حكومت او اولس د سخت خفګان او غصې په حالت ك??ې دے۔ سرتاج عزیز د افغان قامي سلامتيا سلاكا?? ته ووئيل چې د ترهه ګرۍ دې هلو ځلو كښې ترهګره ډله جماعت الاحرار ككړ دے كوم چې افغانستان څخه پاكستان كښې ترهګري كوي۔ ده ووئيل افغان حكومت دے خپله خاوره پاكستان كښې ترهګرۍ له د نه كارول كېدو باور راكولو سره د دې ډلو په ضد سخته كاروائي وكړي۔ ده ووئيل د پولې دواړو اړخونو ته د ترهه ګر عناصرو تګ راتګ مخنيوي په غرض فعاله بارډر منېجمنټ ته اړتيا ده۔ د افغان قامي سلامتيا سلاكار په دې موقع د خپل حكومت لخوا د قيمتي ځانونو په زيان د غمرازۍ څرګندونه كړې
د پاكستان حكومت لخوا د ببا بيا تحفظاتو او د جماعت الاحرار ترهه ګرو فهرست افغان دولت ته د وركولو باوجود افغانستان د ترهه ګرو په ضد كومه كاروائي نه ده كړې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار