اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د معيشت استحکام لپاره په صنعتي پرمختګ زور رواړولو سره وئيلي دي حکومت برآمدات زياتولو لپاره صنعتونو ته سهولتونه وركوي٬ چې ورسره به نه يوازې تجارتي زيان كم شي او د زرمبادله پانګې به زياتې شي بلكې په هېواد كښې به د روزګار موقعې هم راپېدا شي، د ټيکس نظام بهترۍ لپاره اصلاحات روان دي، ټولو شراكتدارو سره په مشاورت به دې عمل كښې تندوالے او بهتري راشي ٬ د هېواد د صنعت او تجارت ټولو ايوانونو د حكومت په كاروبار دوسته پاليسو او كاروبار كښې آسانيو لپاره په پورته ګړو ګامونو د بشپړه باور څرګندونه كړې او د کاروباري ورورولۍ مشاورت سره د ټېكس ريونيو زياتولو تګلارې سره ئې اتفاق كړے۔ دا خبرې وزيرِاعظم عمران خان د هېواد د لويو چېمبر آف کامرس صدرانو سره د جمعې په ورځ ملاقات كښې كړي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيران حماد اظهر، مخدوم خسرو بختيار، د وزيراعظم خاص مرستيال عبدالرزاق داؤد، ډاکټر شهباز ګِل، د سټېټ بېنك ګورنر ډاکټر رضا باقر نه علاوه اړوند چارواكي هم موجود وو او د خزانې وزير شوکت فياض ترين د وېډيو لنك د لارې ملاقت كښې ګډون كولو۔ د ياونې وړ ده ملاقات د تجارت وزارت لخوا د حکومت او کاروباري ورورولۍ ترمېنځه د وړاندېزونو تبادلې او د حكومتي پاليسو نه د خبرتيا زياتولو د سلسلې يوه كړۍ وه ۔ ملاقات كښې د وفاق د ايوان صنعت او تجارت صدر سره د کراچۍ، لاهور، سرحد، کوئټه، ګجرانواله، سيالکوټ، فېصل آباد، ګجرات، ملتان، سرګودھا، ګوادر، اسلام آباد او د پېنډۍ د چيمبرز اف كامرس اېنډ انډسټري صدران او نائب صدران هم موجود وو۔ د غونډې ګډون كوٶنكو وزيراعظم او د ھغه معاشي ډلې ته د كرونا وائرس وباء باوجود هېواد كښې د كاميابو معاشي پاليسو په سبب نزدې په 4 فيصده جي ډي پي ګروتھ، د لويو صنعتونو شرح نمو كښې تر 15 فيصد زياتوالي، د برآمدي صنعت لپاره په اسانيو او د خنډانو لرې كولو ، د سټيټ بنک څخه د مينځومانې او وړو صنعتونو لپاره مراعات چې پكښې مشينرۍ لپاره پور هم شامل دے او کاروباري ورورولي له د ازبکستان تجارتي استعداد څخه د مستفيد كېدو په اړه پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دغسې د ټيکس ريونيو او د برآمدات سره د بهر هېوادونو نه د ترسيلاتِ زر په زياتوالي وزيرِاعظم له مبارکي وركړې شوه۔ ګډون كوونكو د حکومت لخوا په وړومبي ځل د کاروباري ورورولۍ مسائل حل کولو او د دوي د وړاندېزونو نېغ په نېغه د اورېدو د اقدام هم ستائنه وكړه او په ماضي كښې د كوم داسې اقدام نشتوالي له امله د حکومت او کاروباري ورورولۍ تر مينځه د خليج څخه هېواد كښې د کاروبار په لار كښې د ولاړو خنډانو ئې هم ذکر وكړو۔ ګډون كوونكو دا خبره هم وكړه چې کاروباري ورورولي ټيکس وركولو له چمتو ده او د ټيکس نظام كښې اصلاحات لپاره به حکومت سره په ګډه كار كوي۔ وزيرِاعظم د هېواد معيشت مضبوطيا لپاره د صنعتي پرمختګ په اهميت زور راوړلو سره ووئېل حکومت برآمدات زياتولو لپاره صنعتونو ته اسانۍ وركوي چې ورسره به نه يوازې تجارتي خساره کمه شي او د زرِ مبادله پانګې به هم زياتې شي، بلکه هېواد كښې به د روزګار موقعې هم راپيدا شي ۔ ده ووئېل د ټيکس نظام بهترۍ لپاره اصلاحات روان دي ، ټول سټيک هولډرز سره په مشاورت به عمل كښې تندوالے او بهتري راشي ۔ وزيرِاعظم وفاقي وزيرانو ته د اسټيک هولډرز سره پرله پسې د رابطې ساتلو او د دوي وړاندېزونه او مسائل اورېدو لپاره د ملاقاتونو کولو هدايت وكړو ۔ وزيرِاعظم زياته كړه چې د سېلګرۍ صنعت د پرمختګ په تګلاره ٬ د كركېلې پرمختګ لپاره په كوټلې ايګريکلچرل پلان عمل درامد كوو او صنعتونو ته مراعات او اسانۍ وركوو۔ ده اوسنے حکومت صنعت کارو او کاروباري ورورولۍ ته د اسانيو وركولو نه پس اوس خپل ټول پام په مشاورت د مسائلو حل له خپلو هلو ځلو ته ګرځوي۔
وزيراعظم عمران خان سره د چيمبرز آف کامرس صدرانو ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس