اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي د افريقې او پاكستان شريكې ګټې او د تجارتي هلو ځلو ودې لپاره نزدې معاشي اړيكو ته د ودې وركولو ضرورت دے۔د”لك افريقه پالېسي”له مخې د وړومبو څلورو مياشتو په مهال زمونږ په تجارت كښې 21 فيصد اضافه شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان افريقې ټرېډ ډوېلپمنټ كنفرنس اينډ سنګل كنټري ایګزیبیشن ته وېنا كولو په مهال كړې كوم چې د 23 نه تر 25 نومبر كال 2021 په نائيجېريا كښې روان ؤ ۔ده ووئيل افريقې سره تجارتي هلو ځلو ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شته٬اوس د دوه اړخيزه تجارت حجم 3 اربه ډالره ته نزدې دے۔د پاكستان حكومت د لك افريقي پالېسي له مخې د برآمدات او معاشي هلو ځلو ودې لپاره ځانګړې تګلاره خپلې كړې دغسې چې دوه اړخيزه استفاده وكړې شي۔ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان اقتدار كښې د راتللو نه پس د تجارت وزارت ته د ريجنل رابطه كاري ودې او په لك افريقه پالسېي زور راوړے چې په نتيجه كښې يې مونږ لك افريقه پالېسي جوړه كړه چې له مخې يې د براعظم افريقې 54 هېوادونو موازانه وكړی شوه چې په سبب يې براعظم د موقعو خاوره وګرځولې شوه۔ده ووئيل مونږ راتلونكو پنځو كلونو په مهال د برآمدات يوه په دوه كولو هدف ټاكلے۔مونږ يوازې افريقې ته نه ګورو دې سره سره آسيائي هېوادونو سره هم تجارتي هلو ځلو زياتولو لپاره عزم لرو
د افريقې او پاكستان شريكې ګټې او د تجارتي هلو ځلو ودې لپاره نزدې معاشي اړيكې زياتولو ته ضرورت دے۔د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada