اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل د هند وزیر اعظم مودی په بیان د سخت غبرګون څرګندولو سره وئيلي دي د لويديزو دريابونو مخه بدلول به د هند جارحیت ګڼلې ش?? او پاکستان به د ځواب وركولو حق لري، د پاکستان په هڅو هند په نړيواله كچه يواځې ش??ې، پاکستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې ریاست جمو او کشمیر په معامله د استصواب رائے لپاره نن هم چمتو دے۔ د زيارت په ورځ اوونيز پریس بریفنګ په مهال وياند د پاکستان د لويديزو دریابونو مخه بندلولو او د هغې مخ هريانه ریاست ته د اړولو په حقله د هندي وزیر اعظم په دهړكه د سخت غبرګون څرګندونې سره ووئيل پاکستان د سندھ طاس لوظنامې ترمخه په درو لويديزو دریابونو حق لري او د دغې دريابونو بندولو د هند هڅه به جارحیت ګڼلې ش?? او پاکستان د ځواب حق لري۔وياند ووئيل د مودی په اوسنو بيانونو د بی جے پی حکومت د نړيوال قوانین او اصولو خلاف ورزي كوونكې د يو غیر ذمه وار او جارح خوښې ریاست عکاسي كوي او مقبوضه کشمیر كښې د روانو ظلمونو او بشري حقونو خلاف ورزیو سره د پام ګرځولو ناکامه هڅه ده۔وياند ووئيل د نریندر مودی اشتعال انګیز بیانونه د نړۍ په وړاندې دي چې ورسره سوئيلي اسياﺀ او نړۍ امن خطر سره مخ كيدې ش??۔ده ووئيل د 5 اګست د پېښې نه پس د پاکستان اعلی كچ هڅو په نتيجه كښې هند په نړيواله كچه يواځې ش??ې۔ د وزیر اعظم ایران او سعودی عرب دورې پھ اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل وزیراعظم د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه سيمه كښې تاؤ ترېښوالې کمولو په غرض د سهولت ک??رۍ او اختلافات په سفارتی او سفارتی ذريعو سره د حل کولو وړانديز كړې ؤ۔ د کرتار پور راهد??رۍ په اړه وياند ووئيل زمونږ د اړخه په راهد??رۍ کار بشپړيدونكې دې په دې لړ كښې به نور تفصیلات هم رامخې ته كړې ش??۔ بابری مسجد په اړه ځواب كښې وياند ووئيل دا يوه حساس معامله ده، مونږ غواړو چې پريكړه د مسلمانانو د هيلو له مخې وكړې ش??۔ د ترکیې اولس مش?? د شیډول له مخې په 23 اکتوبر د پاکستان دورې په حقله وياند ووئيل دا مهال دورہ ځنډولې ش??ي۔ د کلبھوشن یادیو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان وړاندې څخه د قونصلر رسنه وركړې دغ??ې لاجیکل او قانونی پروسیجرز په اړه اقدامات پيل كړې ش??ي دي
د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل اوونيز بریفنګ
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل