پینډي 16 نومبر (اے پي پي) د نېشنل سېكورټي وركشاپ 23 ګډون كوونكو د جنرل هېدكوارټرز دوره كړې ۔ګډون كوونكو ته د سلامتيا په مجموعي صورتحال او د پاكستان د چېلنجونو په لړ كښې تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ دې نه پس سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د وركشاپ ګډون كوونكو سره خبرې وكړې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې سرلښكر د قامي سلامتيا چېلنجونو مخ نيوي لپاره د شريك قومي غبرګون په ضرورت زور راوړو۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ څخه د لا قوي قام په توګه رامخې ته شوے او اوس دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې مونږ د خپل قام پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د زړه نه كار وكړو۔سرلښكر ووئيل پوځ آپرېشنل تيارۍ په ځاې ساتلو او د ټولو خطرو په ضد د هېواد سلامتيا باوري كولو ته پام كړے۔نېشنل سېكورټي وركشاپ هر كال په نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې كېږي چې پكښې د پارليمان غړو پشمول د ټولنې د ټولو طبقو استازي ګډون كوي۔
د نېشنل سېكورټي وركشاپ 23 ګډون كوونكو د جنرل هېدكوارټرز دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha