اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران د خاص اقتصادي زونز پحقله د مسئلو زر تر زره د حل كولو او سرمايه كارو ته د سهولت اقدامات په ټاكلې موده كښې د عملي كولو سپارښتنه كړې۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د خاص اقتصادي زونز په اړه د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې وزيرِاعظم په اسپيشل اکنامك زونز كښې د سرمايه كارۍ د سهولت لپاره د حكومت د پورته كړو اقداماتو څخه په تفصيلي توګه خبر كړے شوے۔ غونډې ته ووئيل شول د رشكئۍ، بولان او علامه اقبال صنعتي زونز په بشپړه توګه فعاله شوي او هلته د صنعتونو جوړولو كار په تندۍ سره روان دے، د دھابيجي په سپيشل اکنامك زونز هم كار په تندۍ سره روان دے او دا به ډېر زر فعاله كړے شي۔ غونډه په خاص اقتصادي زونز كښې صنعتونو لپاره د موجوده زمكې او 130 كمپنو ته د صنعتونو جوړولو لپاره د 1500 اېكړه زمكې په كال 2021 كښې د منظورۍ او د الاټمنټ پحقله هم خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول فعاله خاص اقتصادي زونز كښې د برېښنا او ګاز وركړه باوري كړې شوې۔ دغسې وزيراعظم د خاص اقتصادي زونز پحقله د مسئلو په ترجيحي بنيادونو د حل كولو او سرمايه كارو ته د سهولتونو په ټاكلې موده كښې د باوري كولو امر كړے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، حماد اظهر، چوهدري فواد حسېن، خاص سلاحكار معيد يوسف، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن اظفر احسن او اړوندو چارواكو ګډون كولو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د خاص اقتصادي زونز په اړه د اعلې كچ غونډه٬ د خاص اقتصادي زونز پحقله مسئلې زر تر زره د حل كولو سپاړښتنه
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا