حكومت به په غريب او تنخا داره طبقه بوجھ نه زياتوي، برآمدات او پيداوار كښې زياتوالي لپاره به كوټلي منصوبه بندي سره مخ په وړاندي ځوو ،د خزاني وزير شوكت ترين د قامي اقتصادي سروے جاري كولو په مهال پرېس كنفرنس


اسلام آباد 10جون (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي حكومت به په غريب او تنخاه داره طبقه بوجھ نه زياتوي ، برآمدات او پيداوار كښې زياتوالي لپاره به كوټلي منصوبه بندۍ سره مخ په وړاندي ځوو، حكومت د كوويډ19 په اړه غوره پاليسۍ خپلې كړي او د كورونا وائرس اثرات كم يا زائل شوي ، د ميګا اقتصادي پيكج ترمخه خصوصي مراعات سره د لويو صنعتونو پيداواركښې 9 فيصد او كركيله كښې 2.77 فيصد زياتوالے راغلے ،د غنمو او وريژو ،جوارو نور فسلونو ښه پيداوار ترلاسه شوے ، د مالي كال وړومبنو 11 مياشتو كښې د ترسيلات زر په لړ كښې 26 اربه ډالره راغلي او د كال په آخر به دغه 29 اربه ډالره ته ورسي، ترسيلات زر كښې زياتوالے په وزيراعظم عمران خان د بهر هېوادونو پاكستانيانو د باور څرګندونه ده،راروان مالي كال لپاره د محصولات هدف 5800 اربه روپۍ اېښودلے شوے ، ګرځنده قرضه پرله پسي ختمولو له ګامونه پورته كړے كيږي۔د زيارت په ورځ قومي اقتصادي سروے 2020-21 جاري كولو په موقع د وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار،د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، سېنېټر ډاكټر ثانيه نشتر، او خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود سره خبري كنفرنس ته د خزاني وفاقي وزير ووئيل روان مالي كال چې كله پيل شو نو د كوويډ19 وبا وړومبۍ چپي سره مخ شوي وؤ، حكومت د كوويډ19 په اړه د غوره پاليسي خپلې كړي او د كورونا وائرس اثرات كم يا زائل كړې شوي، د سمارټ لاك ډاون په اړه پريكړه د اوښيارتيا يوه څرګندونه وه كومه چې ګټه وره ثابت شوې ۔ده ووئېل حكومت مالياتي او په زري بنيادونو پريكړې كړي ، وزيراعظم په خپلو هڅو د هاوسنګ او تعميرات څانګي لپاره خصوصي مراعاتي پيكج وركړے او په دې لړ كښې نړيوال مالياتي فنډ څخه خصوصي مراعات ترلاسه شوي،وګړو له د ويكسين وركولو عمل پيل شوے ، اين سي اوسي جوړول يو ښه ګام ؤ د چا د كوټلې نګرانۍ سره چې په كوويډ قابو موندلو له مرسته تر لاسه شوې ۔د خزاني وزير ووئيل د كال په پيل كښې د بړھوتري اندازه 2.8 فيصده لګولې شوې وه، آئي اېم اېف او نړيوال بينك دې څخه د كمې بړھوتري اندازي لګولي وه خو حكومت د انساني ژوند تحفظ او د كاروبار په اړھ چې كومي پريكړي كړي د هغي ښې نتيجي ترلاسه شوي، حكومت ميګا اقتصادي پيكج ترمخه مينوفيكچرنګ، ټيكسټائل، تعميرات او زراعت لپاره خصوصي مراعات اعلان كړي ،د دې اقداماتو سره د لويو صنعتونو پيداوار 9 فيصد او د زراعت 2.77 فيصد زيات شوے ، كاټن فصل خراب شوے كوم څخه چې د زرعي پيداوار د كمي اندېښنه وه خو د غنمو او وريژو ،جوارو پيداوار ښه شوے ، د ترسيلات زر څانګه كښې ښه والے راغلے ، د مالي كال وړومبو 11 مياشتو كښې د ترسيلات زر په لړ كښې 26 اربه ډالره ترلاسه شوي او د كال په آخر به دا 29 اربه ډالره ته ورسي۔ده ووئېل ترسيلات زر كښې دا زياتوالے په وزيراعظم عمران خان بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو د باور څرګندونه ده۔ موجوده حالات كښې ترسيلات زركښې دا زياتوالے زمونږ لپاره د رحمت څخه كم نه دے۔ده ووئيل د پاكستان برآمدات زياتيږي ، د روانوة حسابونو د كھاتے څو مياشتو نه فاضل دي ، روشن ٖډيجيټل اكاؤنټ كښې يو ارب ډالره راغلي او دا به لا زياتيږي ۔ده ووئېل د زرمبادله پانګي كومي چې 2018 كښې 8 اربه ډالره په كچه وي اوس 16 اربه ډالره څخه زياتي شوې ِ۔ فيټف كښې زمونږ كارګردګي ښه وه او هيله لرو چې جائزه كښې به ريليف ترلاسه شي، فيټف كمېټۍ چې كوم فيډ بيك وركړے هغه د ډاډ وړ دے۔ده ووئيل ايمازون پاكستان سيلرلسټ كښې شامل كړے ، اېف بي آر 11 مياشتو كښې 4.2 ټريلين روپۍ محصولات راجمع كړي، د اېف بي آر محصولات كښې د زياتوالي شرح 18 فيصده وه ، مارچ نه پس تر اوسه د اېف بي آر وصوليو شرح 50 نه تر 60 فيصده زياته ده ، روان مالي كال لپاره د ريونيو هدف 4.7 ټريلين روپۍ ؤ كوم به چې ترلاسه كولې شي۔ ده ووئېل د راروان مالي كال لپاره د محصولات هدف 5800 اربه روپۍ اېښودلے شوے۔ ده ووئيل پرائمري بيلنس سرپلس كړے شوے ، په تيرو 12 كلونو كښې په وړمبي ځل زمونږ پرائمري بيلنس سرپلس شوے،د خزاني وزير ووئيل دا يو حقيقيت دے چې نړيواله منډۍ كښې د تيلو، چينو، خوراكي تيلو او نورو څيزونو نرخونه زيات شوي ٬ پاكستان غنم ، چيني، غوړي او دالونه درآمد كوي ، نړيوال ماركيټ كښې چې د دې څيزونو كومه بيعه وي د هغي اثرات هم په مونږ پريوځي۔ ده ووئيل د چينو بيعه 12 مياشتو كښې نړيوال ماركيټ كښې 58 فيصد زياته شوې ، مونږ يواځي 19 فيصد زياته كړې ، د پام آئل بيعه نړيواله منډۍ كښې 102 فيصد زياته شوې ، مونږ يواځي 20 فيصد زياته كړې ۔ده ووئېل نړيواله منډۍ كښې د سويابين آئل بيعه 119 فيصد زياته شوې مونږ يواځي 23 فيصد زياته كړې ، د خام تيلو بيعه كښې نړيوالي منډۍ كښې 119 فيصد زياتوالے راغلے ٬ مونږ يواځي 32 فيصده اضافه كړې ۔ ده ووئيل د كركيلي پرمختګ ته خاص پام لرني ته اړتيا ده ، حكومت په دې اړه ګامونه پورته كوي، انتظامي ډھانچې به ښه كول وي ، پاكستان سټاك ماركيټ د نړۍ څلورم لوي او د اسياﺀ ښه سټاك ماركيټ دے ۔ سږ كال د مارچ تر آخر د هېواد مجموعي قرضه 38 ټريلين روپۍ ده ، 21۔ 2020 كښې دې څخه وړاندې د مالي كال په مقابل كښې 17كھربه اضافه شوې ۔د خزاني وزير ووئيل لاندي طبقې له اسانۍ وركولو لپاره احساس پروګرام يو ښه پروګرام دے او نړيوال بينك هم دا ستائلے ، كامياب جوان پروګرام سره به ځوانانو ته ګټه ورسي، د ماحولياتي آلودګۍ مسئلې مخنيوي لپاره د ١٠ بلين ټري سونامي ترمخه يو ارب اوني نالولې شي۔ده ووئيل د روزګار موقعي شرح نمو زياتولو سره راپيدا كيږي ، بجټ كښې به د غريبانانو خاص خيال ساتلے شي،تير وخت كښې يواځي غريبانانو سره لوظونه شوي،كه شرح نمو كوټلي وي نو غريبۍ كښې به هم كمے راشي۔د قرضو د صورتحال جاج اخستلو سره د خزاني وزير ووئيل د حكومت په وړومبنو ورځو كښې زمونږ مالياتي خساره زياته شوې وه، حسابات جاريه كھاتو كښې 20 اربه ډالره خساره رامخې ته وه،ځكه د سود شرح او ايكسچينج ريټ مو زيات كړے ؤ ، سږ كال د مارچ تر آخر مجموعي قرض 38 ټريليونه روپۍ ؤ،چې پكښې 25 ټريليونه روپۍ قرض ځائي او 12 نيم ټريلين روپۍ غيرملكي قرض دے، روان مالي كال كښې قرض 1.7 ټريلين زيات شوے،كوم چې د تير كال په مقابل كښې كم دے ۔ده ووئېل كال 2019 كښې قرض كښې 3.7 ټريلين زياتوالے شوے ؤ ، د روان كال په مهال بهرنے قرض د تير كال په مقابل كښې 700 اربه روپۍ كم دے ۔جون 2020 كښې غيرملكي قرض 13.1 ټريلين روپۍ وه كوم چې اوس 12.5 ټريلين ته راغلے ۔پاكستان د نړيوال بانډ به ماركيټ كښې په كاميابۍ سره قدم اېښودے او د 2.5 اربه ډالرو بانډز جاري شوي، د پاكستان صنعت پرمختګ كړے، د موبائل فون استعمال حجم 182 ملين ته رسيدلے ، د براډ بينډ صارفينة شميره 100 مليونه څخه زياته شوې او په دې څانګه كښې 48 فيصده زياتوالے راغلے ۔ د خزاني وزير ووئيل لاندي طبقې له آسانۍ وركولو لپاره احساس پروګرام يو ښه پروګرام دے او نړيوال بينك هم دا ستائېلے ، كامياب جوان پروګرام سره به ځوانانو ته ګټه ورسي۔ د خزاني وزير ووئيل موډيز، فچ او سټينډرډ اينډ پورز په شان نړيوالو ادارو د پاكستان كريډټ ريټنګ ښه ګرځولے ۔ وزيراعظم صاحب ته هم وئيلي شوي چې 6 نه تر 7فيصده بړھوتري نه غير مونږ خپلو ځوانانو له نوكري نه شو وركولې كوم چې د آبادۍ 60 فيصده برخه دي ، مونږ له به د كال د روزګار 20 لكهه موقعې راپېدا كول وي، دې مقصد لپاره حكومت وخت په وخت اقدامات كوي،مونږ له به د غريبانانو خيال ساتل وي ځكه چې وړاندي ورته د ټريكل ډاون خوب ښودلے شوے ؤ ، ټريكل ډاون هغه وخت كامياب وي كله چې پرمختګ او بړهوتري پائيداره وي ، پاكستان كښې د 60 لسيزې نه پس داسي دور راغلے كله چې بړھوتري كښې تسلسل وي، حكومت بجټ كښې دې ته پام لرنه كوي،مونږ هڅه كوو چې 40 لكهه نه تر 60 لكهه كورنيو ژوند كښې آسانۍ راوستلي شي،دې مقصد لپاره اقدامات كيږي ۔ د خزاني وزير ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې د لويو صنعتونو پيداوار شرح 9 فيصد ده خو اېس اېم ايز ته پام لرني ته اړټيا ده، اېس ايم ايز له يو لكهه 80 زره قرض وركړے شوے كوم چې كم دے ، 75فيصد قرض كارپوريټ سيكټر اخلي ، اېس اېم ايز لپاره د قرض شرح 6 فيصد ده كومه چې به زياتولې شي۔ ده ووئيل برآمدات زياتولو ته پام لرنه كوو ، برآمدات كښې زياتوالي لپاره متنوع او اختراعي طريقې اختيارولې شي ، د تجارت وزارت په تجاويز به بيلو څانګو لپاره مراعات وركولې شي۔حكومت انفارمېشن ټيكنالوجي برآمدات كښې زياتوالي ته پام لرنه كوي ،په دې څانګه كښې برآمدات كښې زياتوالي لپاره اقدامات كيږي۔ده ووئيل غذائي خود كفالت او برآمدات ته پام لرنه كوو ، هاوسنګ څانګي كښې زيات استعداد شته كومي څخه چې بشپړه استفاده كيدې شي۔د خزاني وزير ووئيل د برېښنا څانګه كښې ښه والے راولو ،برېښنا يو لوي بليك هول دے ، مونږ كيپسټي ادائيګۍ كوو ، آئي ايم ايف په ټيرف كښې په زياتوالے زور راوړے خو وزيراعظم انكار كرے ، مونږ هڅه كوو چې ګرځنده قرض كښې كمے راشي، دا مهال د ادائيګيو په وجه ګرځنده قرضه نيم پاتي شوے ، زمونږ هڅه ده چې دا زيرو ته راولو ۔ د خزاني وزير ووئيل د سي پيك په اړه بنيادي ډھانچه جوړه شوې ، خصوصي اقتصادي زونز جوړ شوي، مونږ له به په دې زونز كښې سرمايه كاري كول وي، چين د كال 10 مليونه ملازميتونه د آوټ سورس نه وركوي ، په دې كښې پاكستان لپاره د موقعي ترلاسه كولو هڅه به كولي شي، چين څخه به په دې اړه مرسته غوښتلي شي ،په ايم ايل ون هم پيشرفت كيږي ۔ د خزاني وزير ووئيل حكومت يو سركاري سماجي تحفظ نيټ ورك وركول غواړي ، احساس پروګرام پاكستان كښې د سماجي تحفظ نيټ ورك دے ۔ سركاري كاروباري ادارو حواله وركولو سره د خزاني وزير ووئيل په دې ادارو زياتي روپۍ ضائعه كيږي، تير وخت كښې هم حكومتونو د دې د نجكارۍ اعلانونه كړي وو خو په هغي عمل نه دے شوے ، يواځي د ځيني بېنكونو نجكاري شوي ، حكومت د نجكارۍ كمېشن كښې د پوهانو بورډ جوړولو پريكړه كړس ، په اول كښې 15 اداري به هغي ته سپارلي شي ، او هغي له به د نجكارۍ هدف وركولې شي۔ده ووئيل مالياتي څانګي ښه والي ته پام لرنه كوو،دا وخت د جي ډي پي لحاظ سره د بينكنګ برخه 33 فيصد ده كومه چې ډيره كمه ده، دا به زياتولې شي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس