پېنډۍ 14 جون(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف وئيلي دي د ترهه ګرو تر نوغې ويستو به آپرېشن بېسډ او کومبنګ آپرېشن روان وي۔ د پاك پوځ ضرب عضب عمليات د نومې ترهه ګرو په ضد روان دي۔ زياتره ترهګر ختم شوي ۔ په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو په عزت سره كورونو ته تګ به د روان كال تر پايې بشپړ شي۔ ده د نهې په ورځ د قطبي او سوئيلي وزيرستان تږ په مهال پوځي ځوانانو او قبائلو ته خطاب كولو۔ د پاك پوځ سرلښكر ته د جاري عملياتو ٬ د آئي ډي پيز بحالۍ او د سيمې په سماجي منظر نامه د اثراتو په حقله بشپړ بريفېنګ وركړے شو۔ د پوځ سرلښكر د پوځ ځوانانو د قربانيو اعتراف كولو سره ووئيل ضرب عضب عمليات د هر ډول ترهګرو په ضد دي۔ ده ووئيل دا قامي ملاتړ سره په كاميابۍ مخ په وړاندې روان يو ۔ ده ووئېل اوس دا عمليات اخري پړاؤ ته رسېدلې دې۔ د پوځ سرلښكر فاټا كښې عملياتو څخه وروستو د بحالۍ منصوبې تر سېوري لاندې د 72کلومیټره اوږد دوه مخيزه سړك میران شاہ ‘رزمک مکین كوم چې 705کلومیټره د سېنټرل ټرېډ کورېډور برخه ده پرانسته وكړه۔ د اېف ډبلیو او لخوا جوړې كړې دې نوې لارې سره د سوئيلي او قطبي وزيرستان ترمينځھ مزل كم شوے۔ دې څخه وړاندې د پوځ سرلښكر د سټېټ آف دی آرټ شېخه فاطمه بنت مبارک روغتون كوم چې په 100 كټونو مشتمل دے هم پرانسته وكړه۔
د ترهه ګرو تر نوغې ويستو به آپرېشن بېسډ او کومبنګ آپرېشن روان وي۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena