اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د تربيلا 5 د پراختيا منصوبې د بنياد تيګه اېښودلو لپاره تربيلا ته رسيدلے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخي د تربيلا 5 د پړاختيا منصوبه به د 807 مليونه ډالره په لګښت بشپړولې شي۔ورلډ بېنك او ايشين انفراسټركچر انويسټمنټ بېنك د منصوبې لپاره مالي معاونت كوي۔منصوبه به 3 كاله كښې تر 2024 بشپړولې شي۔ د منصوبې بنيادي مقصد سباؤن كښې تربيلا ډېم د خاورو څخه د ډكيدو نه محفوظول دي۔منصوبې سره به د تربيلا ډيم څخه د كركېلې مقاصدو لپاره په كوټلو بنيادونو د اوبو وركړه باوري شي۔ د تربيلا 5 د پراختيا منصوبې سره به 1530 ميګاواټ ماحول دوسته او آرزانه برېښنا ترلاسه شي۔منصوبه به هر كال نيشنل ګرډ له يو ارب 34 كروړه يونټ آرزانه برېښنا وركوي۔دې منصوبې څخه به د نوكرو 3 زره موقعې هم راپيدا شي۔ دمنصوبې په سوب به د تربيلا څخه د برېښنا پيدا كولو صلاحيت 4 زره 888 ميګاواټ څخه 6 زره 418 ميګاواټ ته ورسي۔
وزيراعظم عمران خان د تربيلا 5 مې د پړاختيا منصوبې د بنياد تيګه اېښودلو لپاره تربيلا ته ورسيد
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ