اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اے آر وائي ډيجيټل صدر او چيف اېګزېكټو افيسر (سي اي او) سلمان اقبال د وزيراعظم په استدعا عمل كولو او د ملازمانو په تنخا كښې په اضافه ستائنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل زما په استدعا عمل كولو او د ملازمانو په نتخاګانو زياتولو د اے آر وائي ډيجيټل نېټ ورك صدر او د سي اي او سلمان اقبال مننه كوم۔ ده ووئيل زه نورو كمپنو ته هم اپيل كوم كومو چې په تېر كال كښې رېكارډ ګټه كړې ده ھغوي دې هم د خپلو ملازمانو په تنخاګانو كښې اضافه وكړي۔
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا