اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سلاكار قمر زمان كائره د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري سره ټيليفون تماس نيولې او اړوند چارواكو ته ئې هدايت كړے چې په ګلګت بلتستان كښې د ګليشيئر وېلې كېدو په وجه د پېدا شوي سېلابي صورتحال څخه د وګړو بچ كولو لپاره دې اقدامات وكړل شي. د وزيراعظم سلاكار د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري سره په ټيليفون خبرې كړې دي. ده اړوند چارواكو ته هدايت كړے چې د سېلابي صورتحال څخه د اولس بچ كولو لپاره دې هر ډول ممكنه اقدامات وكړل شي. ده په زيان خواشيني وښودله او وې وئيل چې اولس ته دې په سمدستي توګه ريليف وركړل شي. ده ووئيل چې د ملكي او غېر ملكي سېلګرو حفاظت ته دې هم خاص پام وكړے شي.
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی