لاهور 10 دسمبر (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د سيالكوټ پېښې غندنه ووشه ٬ د توهين رسالتۖ او توهين مذهب قانون شته دے، يو كس٬ ډله يا جماعت دا حق نه لري چې د توهين رسالتۖ يا د مذهب تورن ووژني، د هر ډول شكايت په صورت به د قانون او عدالت لاره خپلولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ګرد هېواد كښې د علماﺀ كرامو٬ مشائخو٬ ذاكرينو او واعظين د جمعې خطبو په مهال كړې۔ حضرت مولانا مفتي تقي عثماني، د وزيراعظم پاکستان خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ، مولانا قاري حنيف جالندھري ، پروفېسر ساجد مير، علامه عارف واحدي، حضرت پير نقيب الرحمن ، مولانا ابو الخير زبېر، علامه حامد سعيد کاظمي، مولانا اسعد زکريا قاسمي، ډاکټر قبله اياز، مولانا نعمان حاشر، مولانا حامد الحق حقاني، علامه طاهر الحسن، علامه پير زبېر عابد، مولانا اسد الله فاروق، علامه عبد الحق مجاهد، پير اسعد حبيب شاه جمالي، مولانا رمضان سيالوي، مولانا سيد يوسف شاه، مولانا عبيد الله ګورماني، مولانا زبېر کھټانه، مولانا سعد الله لدھيانوي، مولانا مياں راشد منير، مفتي محمد عمر فاروق، مولانا اسلم قادري، مولانا طاهر عقيل اعوان، مولانا عزيز اکبر قاسمي، مولانا محمد اشفاق پتافي او نورو علماﺀ كرامو او مشائخو ووئيل توهين عظيم جرم دے خو د دې ناسمه تور لګول هم جرم دے ٬ د سيالكوټ د پېښې غندنې پحقله قامي اتفاق رائے موجود ده خو ځينې خلق قام تقسيمولو لپاره د توهين ناموس رسالتۖ او توهين مذهب قوانين په نخښه كوي٬ دوي ووئېل توهين ناموس رسالتۖ او د توهين مذهب قانون د انسانانو د ځانونو او د هېواد د امن او استحكام ذريعه ده، علماﺀ دپه دې اتفاق لري چې كله قوانين موجود وي نو يو كس قانون په لاسو كښې د اخستو شرعا او قانوناً اجازه نه لري
يو كس٬ ډله يا جماعت دا حق نه لري چې د توهين رسالتۖ يا د مذهب تورن ووژني، د توهين ناموس رسالتۖ او د مذهب قوانين پحقله د خبرتيا كمپائن پېل كوٶ۔حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea