اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د سېنېټر سيد محمد صابر شاه ملاقات كړے او ده ته يې په پنځو جلدونو مشتمل مجموعه صلوت الرسول ۖ په ډالۍ كښې وركړے۔مقدس كتابونه به د سېنېټ په لائبريري كښې د پارليمنټرين لوستې لپاره اېښودلې شي۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې مقدس كتاب په درود او صلواته مشتمل د ټولو كتابونو مجموعه ده ۔د سېنېټ چيئرمېن د سېنېټر سيد محمد صابر شاه په بې مثاله قيمتي ډالۍ وركولو مننه وكړه او وې وئېل د دې كتابونو په مطالعه به د سيرت پاك ۖ په اړه ډېر مهم او موثر معلومات ترلاسه شي او د پارليمان غړو په ديني تعليمات او معلومات كښې به هم اضافه وشي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین