اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د خولې د ناروغيو 95 فيصده مخنيوې كولې شي، پاكوالي او صفائې په اسلام كښې نيم ايمان ګڼلے شوے دے، د ك??مو پېسو مصرف كولو نه غې?? يو??زې د غاښونو صفايۍ د لارې هېواد څخه د خولې ناروغۍ ختمېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د خلې د صحت د نړيوالې ورځې په موقع د اولس په نامه خپل پېغام كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د مارچ په 20 مه نېټه د غاښونو او خلې ناروغيو مخنيو?? ته پام ګرځولے شي۔ ده ووئيل زمونږ نبي كريم (ص) به د خولې او د غاښونو د صفايۍ زيات اهتمام كولو٬ په اسلام كښې طهارت يا پاكي نيم ايمان ګرځولے شوے دے٬ په صحيح بخاري كښې په 21 حديثونو كښې د خولې د صفايۍ او مسواك ذكر دے۔ ډاكټر عارف علوي په اولس زور راوړو چې هغوي دې په ورځ كښې دوه ځله مسواك يا برش سره غاښونه ښه صفا كوي۔ صدر مملكت ووئيل د خولې د ناروغيو درملنې ګرانې وي٬ د ك??م رقم مصرف كولو نه غې?? دا ناروغۍ ختمېدې شي۔ ده ووئيل سپاري او پان د خلې د كېنسر سبب ګرځي ځكه دې څخه بايد ډډه وكړې شي۔
د غاښونو صفايۍ سره د خولې د ناروغيو مخنيوې ممكن دے٬ د صدر مملكت د خلې د صحت نړيوالې ورځې په مهال پيغام
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس