اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي سينئر نائب صدر امير حېدر خان هوتي وئېلي دياے اېن پي په افغانستان كښې تل پاتي امن او څوكالي غواړي٬نړۍ له به دافغانستان د خپلواكۍ احترام له د مداخلې څخه ډډه كول وي۔د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د مركزي كابينې او مركزي مجلس عامله غونډې نه پس د اے اېن پي مركزي سينئر نائب صدر امير حېدر خان هوتي نورو مشرانو سره پرېس كنفرنس كولو په مهال ووئيل عوامي نېشنل پارټي په افغانستان كښې كومه ذاتي ګټه او څوك خوښ نه خوښ نه لري ٬اے اېن پي په افغانستان كښې تل پاتي امن او څوكالي غواړي۔د افغانستان د چارو او د قسمت پريكړه د افغانستان اولس له كول دي۔ده ووئيل جنګ د كومې مسئلې حل نه دے ٬د افغانستان صورتحال يواځنے حل مذاكرات دي۔ ده وئېل په افغانستان كښې امن او استحكام ممكن دےخو كله چې د هغه ځاےد اولس په خاص توګه د مېرمنو د بنيادي بشري حقونو تحفظ وكړے شي ۔ده ووئيل افغانستان به په هر قيمت په لساني بنيادونو د تقسيمولو څخه ساتل وي۔كه په لساني بنيادونو تقسيم شو نو د زياتو حالاتو خرابېدو اندېښنه ده۔ده خواست كولو سره ووئيل چې كه په دې نازك صورتحال كښې نړۍ افغانستان يوازې پرېښودو نو دا به زياتے وي٬نړۍ له به د افغانستان د خپلواكۍ احترام كول وي۔ د ون بېلټ ون روډ وژن پروژې په اړه امير حېدر خان هوتي ووئيل اے اېن پي د ون بېلټ ون روډ پروژې هركلے كوي٬په ګوند كښې د اختلافاتو ترديد كولو سره امير حېدر خان هوتي ووئيل په عوامي نېشنل پارټۍ كښې دننه اختلافاتد ډنډورې نه زيات هېڅ نه دي۔عوامي نېشنل پارټي د وړاندې څخه زياته متحد ده او د اولس د حقونو لپاره به هلې ځلې روانې ساتلې شي
اے اېن پي په افغانستان كښې تل پاتي امن او څوكالي غواړي۔امير حېدر خان هوتي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے