اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير سید علی حیدر زیدی وئيلي دي عراق ته د تلونكو غریبو زائرينو لپاره د سمندري بيړۍ سروس په پيل كولو غور روان دے۔د جمعې په ورځ وفاقی وزير سره د عراق سفیر حامد عباس لفټانے ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان اوعراق د ورورولۍ په اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال علی زیدی ووئيل هر كال پاکستان څخه ګڼ زائرين عراق كښې د مقدسو ځايونو زيارت له ځي۔ مونږ سباؤن كښې هم د عراق سره د بشپړه مرستي منتظر يو۔ده د آئی اېم او په ټاكنو كښې د پاکستان په مرسته د عراق سفیر مننه وكړه۔ علی زیدی ووئيل مونږ كم آمدن لرونكو او غریبو زائرينو لپاره پاکستان څخه تر عراق د سمندري بيړۍ چلولو اراده لرو، دغسې د عراق سفیر په دې لړ كښې د آسانيو باور وركړو۔دغسې ملاقات كښې د پاکستان او عراق ترمينځه د يو مفاهم لاس ليك كولو ته هم صلاح يوه شوه
عراق ته د تلونكو زائرېنو لپاره د سمندري بيړۍ سروس په پيل كولو غور روان دے، د سمندري چارو وفاقی وزیر
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ