اسلام آباد 03دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د پوليو مخنيوي په لړ كښې د صوبائي او ضلعي حكومتونو هڅو ته پیرزوينې وړاندې كولو سره وئېلي دي تر لرې پرتو او سختو سيمو رسېدونكي پوليو وركرز قامي خذمات ترسره كوي٬په ښه كاركردګۍ دې د انعاماتو وركولو پلان مرتب كړې شي٬مونږ ټولو له به په ګډه پوليو ختمول وي٬ د كورونا نوي قسم اومي كرون مخنيوي له دې د وېكسي نېشن كمپائن لا تند كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د پوليو مخنيوي كمپائن په حقله د جاج اغستلو غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔په دې غونډه كښې د وزيراعظم د قامي روغتيا صلاحكار ډاكټر فيصل سلطان٬پارليماني سېكترې ډاكټر نوشين حامد او اعلٰی عهديدارو ګډون وكړو دغسې د پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا او بلوچستان چيف سېكترانو او د 30 څخه زياتو ضلعو ډپټي كمشنرانو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته ووئيل شؤ چې نړيوالې ادارې د پاكستان حكومت د كورونا او پوليو مخ نيوي لپاره د كوټلي اقداماتو اعتراف كوي۔د خېبرپښتونخوا سوئيلي ضلعو ٬ د بلوچستان كوئټه٬ قلعه عبدالله او پشين ضلعو او د سندھ په حېدر آباد او كراچۍ كښې د ګندا اوبو د لارې د پوليو خپرېدو خطر زيات دې۔ په دې موقع وزيراعظم صوبائي او ضلعي حكومتونو ته د پولو مخ نيوي لپاره په هڅو كولو پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل چې پوليو وركرز كوم چې لرې پرتو او سختو سيمو ته رسي٬قامي خذمات ترسره كوي هغوي د خصوصي ستائنې مستحق دي۔ده سپارښتنه وكړه چې ښه كاركردګي كونكو پوليو كارمندانو له دې د انعاماتو وركولو پلان مرتب كړې شي
تر لرې پرتو او سختو سيمو رسېدونكي پوليو وركرز قامي خذمات ترسره كوي٬په ښه كاركردګۍ د انعامونو وركولو پلان دې مرتب كړې شي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha