فېصل آباد ۔6 فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې هغه د غلو ډله ٬ كومې چې يو بل په سړكونو راكښل ٬ په چوكونو په سولۍ كول او خېټه څيرلو سره لوټ كړې شوې مال راويستل غوښتل ٬ يو وارې بيا سره راټولېږي٬ د لوټمارانو له راټولېدو څخه حكومت هېڅ خطر نه محسوسوي۔ اولس وليدل چې تېره ورځ كومې مريم صفدر او د هغې ملګرو تر پرون ورځې عمران او زرداري ته ورونړا وئيل او دې دواړو ګوندونو د هر ازمېښت په وخت كښې يو بل سره دھوكه كړې هم هغه يو وارې بيا يو ځائې كېدو سره يو بل سره د مينې او عقيدت څرګندونه كوي۔ هغه د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل وړاندې هم د دې غلو ډلې د يو بل كرپشن ته تحفظ وركولو له ميثات جمهوريت لاس ليك كړو ٬ بيا يۍ قدم په قدم يو بل ته دھوكه وركړه او اوس يو وارې بيا دا لوټماران چې د كوم مقصد لپاره يو ځائې شوي دي هغې كښې به كامياب نه شي۔ هغه ووئيل عمران خان بې وزله اولس سره د خذمت كړې لوظ ترسره كوي۔ شوكت خانم كېنسر روغتون كښې د 70 فيصده رنځورانو وېړيا درملنې كېږي ٬ نمل كښې 100 فیصده او القادر كښې 90 فيصده زده كوؤنكو ته د وېړيا زده كړو آسانۍ وركولې شي ٬ دغسې د 260 اربه روپو احساس پروګرام ٬ لنګر خانې ٬ پناه ځايونه او راشن پروګرامونه پېل كړې شوي دي ٬ بل اړخ ته د كومو ادارو انكم چې زيات شوې دې د هغې د ملازمينو د تنخاګانو زياتولو خبره روانه ده او د وزيراعظم په وېنا ځيني ټي وي نيوز چېنلز او ځينو لويو صنعتي ادارو د خپلو ملازمينو تنخاګانې سوا كړي دي۔هغه ووئيل د پاكستان د هر كوچني نه د شريف كورنۍ او زرداري په اړه پوښتنه وكړۍ هر يو به دا ووائي چې دا غله دي او عمران خان وړاندې وئيلي وو چې ټول غله به ځان بچ كولو له د ده به ضد يو ځائې شي او هم داسې كېږي خو دا غله چې هر څه كول غواړي هغه دې وكړي دوئي به د احتساب او عتاب نه بچ نه شي۔ د كشمير په اړه ډاكټر شهباز ګل ووئيل مونږ كشميري اولس سره يؤ او يؤ به۔ تر كومې چې كشمير آزاد شوې نه وي نو د هر پلېټ فارم د لارې به د كشميري اولس مرسته روانه ساتلې شي چې ثبوت ئې د كشمير يووالي ورځې لمانځل دي۔ هغه ووئيل په فېصل آباد كښې په تعميراتي او پرمختيائي كارونو اربونه روپۍ مصرف كولې شي او دغسې سترې لارې هم جوړولې شي۔ هغه ووئيل په فېصل آباد چنیوټ روډ به ډېر زر كار پېل شي چې ورسره به وګړو ته په زړه پورې سفري آسانۍ ترلاسه شي۔
هغه د غلو ډله ٬ كومې چې يو بل په سړكونو راكښل ٬ په چوكونو په سولۍ كول او خېټه څيرلو سره لوټ كړې شوې مال راويستل غوښتل ٬ يو وارې بيا سره راټولېږي٬ د لوټمارانو له راټولېدو څخه حكومت هېڅ خطر نه محسوسوي ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل