اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د عمران خان دريم آډيو ليك د هغه په مخ يوه زوروره څپيړه ده٬عمران نيازي قامي مفاد او د هېواد سلامتيا سره سنګينه لوبه كړې او شيطاني كارونه يې كړي٬ضمير اخستل كه شرك ؤ نو د آډيو ليك نه وروستو به د ثواب سبب وي؟ د عمران خان دريم آډيو ليك د هغه په مخ يوه زوروره څپيړه ده٬د ګهړو ٬ ګوتمو٬د لږې زمكې٬د هيرو او د اقتدار د هوس غلام د وزيراعظم آئيني منصب ته نه دي كتلې٬هغه د خلقو نه د حقيقي آزادۍ سوګند په كومه خله اخلي٬په اقتدار كښې هېواد معاشي غلام جوړونكې او د معيشت تباه كونكې٬د اقتدار تللو نه وروستو اوس د اتومي طاقت پاكستان د غلام جوړولو هڅې كوي۔د جمعې په ورځ پرېس كنفرنس ته دې ووئيل عمران نيازي هره ورځ دروغ وائي ٬ دا د هغه كار دے چې دومره دروغ وائي چې رېشتيا ښكاري٬دغې سړي په دروغو اورېدلو مونږ ستړې كړې يو خو پخپله ستړې نه شو۔دې ووئيل د عمران نيازي يو نوې آډيو ليك شوې چې پكښې هغه وئيلي دي په سائفر لوبه كول دي او د امريكې نوم به نه اخلو٬دا آديو ليك د عمران خان د حقيقي آزادۍ په بيانيه يو زوروره څپيړه ده د كومې غږ چې هره ورځ اورېدلې كېږي خو د عمران خان غوږونو ته نه رسي۔دې ووئيل عمران خان دا ګڼي چې كوم خلق د هغه خبرې اووري هغه ټول ناپوهه دي٬هغه خلق په دروغو او بېلو طريقو نادانه جوړوي۔دې ووئيل عمران نيازي درغجن٬منافق او فارن ايجنټ دے چا چې د ګرد هېواد معيشت سره لوبې كړي۔ دې ووئېل هغه په څلورو كلونو كښې د خلقو نه روزګار اخستې٬د كشمير سودا يې كړې او د فارن پالېسۍ سره يې لوبې كړي۔د اطلاعات وزيرې ووئيل دغې سړي په كال 2018 كښې اقتدار له راتللو لپاره هارس ټرېډنګ كړے٬د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران خان د هېواد پرمختګ سره لوبې كړي٬په هېواد كښې ګراني٬آړے ګړے ٬ عدم برداشت ئې راپیدا كړے او د ټولنې د تباه كولو يې هڅه كړې٬هغه په نړۍ كښې هېواد رسوا كړے۔چې كله د هغه د اقتدار كرسۍ وجړقېده نو هغه په ټوله نړۍ كښې دا پیغام خپور كړو چې د 22 كروړه اولس هېواد اتومي طاقت غلام دے ٬ دغه سړے كوم شرم نه لري٬ دې ووئېل هغه احساس نه لري چې د هغه د خلې نه وتلې ټكې د هېواد مفاد ٬ قامي سلامتيا او په نړۍ كښې د هېواد عزت ژوبل كوي۔دې ووئيل عمران خان د چا سره كوم سرو كار نه لري دغې سړي ته يواځې خپله آنا ګرانه ده او د اقتدار هوس لري۔عمران خان د هېواد معيشت تباه كړے٬د كشمير سودا يې كړې٬د ټولنې اخلاقيات يې وژلي٬خپل جيبونه يې ډك كړي٬د فارن ايجنټ مقاصد څه بل څه وو٬د هغه ايجنډا نامكمله ده٬ دې ووئېل د هغه مقصد هېواد په څلورو برخو ويشل او ديواليه كول وو۔هغه هېواد سري لنكا جوړوو٬هغه خپل هدف ته رسېدلې ؤ خو د هغه ايجنډا بشپړه نشوه٬لا خو هغه نورې ډالۍ ٬ د هيرو ګوتمې د توشه خانې نه اخستې۔دې ووئيل عمران نيازي څخه چې اقتدار لاړو نو هغه د هېواد سره دښمني شروع كړه٬عمران خان د كال 2018 ټاكنو كښې هارس ټرېډنګ كړے ٬سينيټ٬خېبرپښتونخوا٬بلوچستان او د خپل ګوند په ټاكنو كښې يې هم اخستل خرڅول كړي٬ دې ووئېل عمران خان په آډيو ليك كښې وئېلي دي چې ما 5 اېم اېن ايز اخستې دي ٬ عمران خان خو به وئېل چې څوك هارس ټرېډنګ كوي شرك كوي٬د نن آډيو ليك دا خبره ثابته كړی چې بقول د عمران خان شرك شوے او دغه شرك عمران خان پخپله كړے۔دې ووئيل هغه وائي چې زما په حكومت كښې پرمختګ او خوشحالي وه٬په كال 2018 كښې د هغه خپله اقتصادي سروے جاري شوې چې پكښې ګراني د 2 فيصد څخه 20 فيصد ته رسېدلې٬د پرمختګ شرح د 6.3 نه منفي 1 فيصد ته راغلې٬د 35 كلو اوړو بيعه 100 روپو ته رسېدلې٬د چينو بيعه د 52 نه 120 ته تللې٬ د غوړو بيعه د 140 نه 540 ته رسېدلې او د برېښنا بيعه د 9 روپۍ يونټ نه 24 روپو ته رسېدلې ده۔د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران خان وائي چې ما تر ټولو زياته پيسه كروندګرو له وركړې خو په حقيقت كښې د هغه په دور كښې كروندګر د ستونزو سره مخ وو٬د ډي اے پي سرے بيعه د 2400 روپو نه 10 زرو ته رسېدلې وه دا ټولې خبرې اولس نه دي هيرې كړی۔دې ووئيل عمران خان 50 لكه خلق بې روزګاره كړي٬هغه د يو كروړ نوكرو وعده كړی وه چې پكښې ناكام راغلے او خلقو ته 50 لكه كورونه هم ورنه كړے شول۔دې ووئيل عمران خان په 90 ورځو كښې د كرپشن ختمولو وئېلي وو خو هغه د كرپشن تخم كرلې٬نړيوالو شراكتدارو د هغه په دور كښې د كرپشن په سبب هېواد كښې سرمايه كاري نه غوښته۔دې ووئيل عمران خان د خپل ځان په ضد د راامخې ته شوي يو څيز ترديد نه دے كړے۔دې ووئيل د مريم نواز فيصله په ميرټ شوې٬په دغه كيس كښې عدالت څو وارې نېب ته وئېلي وو چې هغوي د نواز شريف كوم تعلق د دې فليټس سره اوښائي٬نيب وئېلي وو زمونږ سره كوم دستاويزي ثبوت نشته۔دې ووئيل په پانامه كښې د نواز شريف او مريم نواز نومونه نه وو٬كه په پانامه كښې نامې راغلې وې نو بيا به اقامه كيس نه جوړیدو۔دې ووئيل د پاكستان په 75 كاله تاريخ كښې كه كوم ليډر د خپل ځان په ضد سياسي انتقام كښې د 40 كالو حساب وركړے وي نو د هغه نامه نواز شريف دے٬دې ووئيل په عمران نيازي چې تور ولګېدو هغه وتښتېدو٬هغه د عدالتونو او قانون نه تښتي۔دې ووئيل هغه په خپل دور كښې اختيارات لرل ٬ د نيب او اېف آئي چيئرمېنز هم هغه سره وو خو بيا يې هم د شريفې كورنۍ په ضد د يوې ټكې كرپشن ثابت نه كړو۔دې ووئيل عمران خان مريم نواز د مرګ سزا په چكۍ كښې ساتلې وه خو هغه د ده د يو يو الزام په وړاندې كلكه ولاړه وه او نن بري شوې ۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل ما نن د يو وياند نه اورېدل دا آډيو ليكس چرته جوړېږي٬كه هغه ته معلومه وي نو بيان دې كړي چې دا آديو ليكس چرته جوړېږي٬د يوې بلې پوښتنې په ځواب مريم اورنګزېب ووئيل كه مونږ سياسي انتقام اخستلو نو كله به مو اخستے ؤ٬عمران خان د هېواد برترين مخالف سړے دے ٬ د هغه ټولې خبرې او مال رامخې ته شوے ٬مونږ په آئيني طريقه د اولس په طاقت اقتدار له راغلې يو او مونږ د دغې فتنې څخه پاكستان خلاصولو لپاره راغلې يو۔دې ووئيل كوم سړے چې غلا كوي ٬ د هېواد پيسه لوټ كوي او اختيارات ناجائزه كاروي هغه به د قانون سره ضرور مخ كېږي٬
د عمران خان دريم آډيو ليك د هغه په مخ يوه زوروره څپيړه ده٬عمران نيازي”د جيل بهرو تحريك”نه د ” جيب بهرو “تحريك ليډر دے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : راکی