اسلام آباد13ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سي پيګ چارو خاص مرستيال خالد منصور وئيلي ديپاکستان د سي پيك ترمخه د تعمیر او پرمختګ مزل په بيړه مخ په وړندې بوتللو له په بشپړه توګھ لوظي دے او دا د دوه اړخيزه تجارت او مرستي لپاره محفوظ لاره جوړوو، فیډیمك زون كښې تر اوسه 845 ملیونه ډالره د چینسرمایه كاري شوي،د شريكي كمېټۍ غونډه به په 23 یا 24 ستمبر کيږي،د چینسرمایه كارو امنيت به لا زياتولے شي، هند به په خپلو ناوړه عزائموكښې ناکامه كيږي، سرمایه كارو مسئلې به په ترجیحي بنيادونو حل كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د ګل په ورځ پریس کنفرنس ته په خپله وينا كښې وكړه۔خاص مرستيال ووئيل سي پيك كښې تر اوسه 25اربه ډالره سرمایه كاري شوي ، د 12اربه ډالره پروژي بشپړيدونكي دي، پروژو سره ځائې وګرو ته د روزګار موقعې هم ترلاسه شوي۔ ده ووئيل هېواد كښې په ډير زر ګڼ شمير اليكټرك ګاړي تر نظره شي،په 5 ایکړه زمكه فیکټري جوړه شوې او د چین سیرامکس کمپني د ټائلز جوړولو لپاره سرمایه كاري كوي، په 135 ایکړه زمكه 300 ملیونه ډالره سرمایه كاري كوو۔ده ووئيل هېواد كښې چې څومره هم د چين سرمایه كار دي ټولو له به امنيت وركولې شي۔ده ووئيل د سي پيك په اړه بې بنسټه خبرونه خپريږي خو دغه د حقيقت څخه لري دي ٬ حقيقت دا دے چې پروژي په تندۍ سره مخ په وړاندي رواني دي۔ د دې میګا پراجیکټ دويم پړاؤ په اړه د وزیراعظم په مشرۍ كښې مونږ ټول لوظي يو۔ خالد منصور ووئېل پاکستانبه د چینسرمایه كارو سره نيغ په نيغه رابطه كوي دې لپاره ون ونډو آپریشن پيل كيږي۔ ده ووئيل د افغانستان بدل شوي صورتحال له امله به د سي پيك پیشرفت نه ځپلے كيږي او په دغه وجه به ښه پیشرفت باوري كولې شي۔ په دې موقع د چين د 8 کمپنیوسي اي اوز هم موجود وو
پاکستان د سي پيك ترمخه د تعمیر او پرمختګ لپاره لوظي دے، د وزیراعظم د سي پيك چارو خاص مرستيال خالد منصور پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری