اسلام آباد۔7جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت او سرماريه كارۍ صلاحكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي برآمدات كښې 30 فيصده زياتوالے خوشبينه دے۔ د اقتصادي راهدارۍ منصوبې به به ټاكلي وخت كښې ترسره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو 70 كلونو بشپړېدو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د تجارت صلاحكار ووئيل چين د ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د پاكستان مرسته كوي او د پاكستان د ټېكسټائل څانګه كښې په زړه پورې اضافه شوې ۔ هغه ووئيل بهرني سرمايه كار دې پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ هغوي ته به ټولې آسانۍ وركوؤ۔ دستورې ته د وېډيو لنك د لارې د چين رياستي كونسلر او خارجه وزير وانګ اي خپل خطاب كښې ووئيل د چین او پاکستان ترمينځه ستراتيجيكي رابطې به زياتول وي۔ هغه ووئيل چين به د دوه اړخيزه اړيكو په حقله په وخت ستراتيجيكي لارښونې له پاكستان سره د هر ډول اعلی كچې رابطو او معلوماتو ګډول برقرار ساتي۔ هغه ووئيل دواړو هېوادونو له به د سيمه ايز امن تحفظ له په ګډه كار كول وي۔ د چين خارجه وزير ووئيل د افغانستان مسئلې سباؤن چين او پاكستان دواړو لپاره يو مهم چېلنج دے۔ هغه ووئيل چين به پاكستان سره په ګډه د خبرو اترو د لارې د دې مسئلې سياسي حل لټول او د قامي تفاهم ترلاسه كولو سره تل پاتې امن له افغانستان كښې د ټولو ډلو ملاتړ روان ساتي۔ دستورې ته د پاكستان چائنه انسټیټیوټ چيئرمېن سېنېټر مشاهد حسېن سيد خپل خطاب كښې ووئيل د کمیونسټ پارټی آف چائنه او صدر شی چن پھنګ په مشرتابه كښې نن چين يو روښانه مثال جوړ شوے كوم چې په سولئيز ډول رامخې ته شوے او د نړۍ نزدې د 20 فيصده خلقو ژوند او تقدير ئې بدل كړے۔ دستوره كښې د چين سفير ٬نونګ رونګ ٬ د كركيلې او غذائي تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام ٬ چين كښې د پاكستان پخوانۍ سفيرې نغمانه هاشمي او نورو اعلی حكومتي غړو او هر مكاتب فكر سره تعلق لرونكو وګړو ګډون كولو۔
برآمدات كښې 30 فيصده زياتوالے خوشبينه دے۔ د اقتصادي راهدارۍ منصوبې به په ټاكلي وخت كښې ترسره شي۔ د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبد الرزاق داؤد
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ