اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې خاص اقتصادي زونز د سي پیك مهم جز دي٬په تېر وخت كښې د سي پېك په پروژو كښې تاخير شوے٬ دا مجرمانه فعل دے٬اوس به داسې رويه ونه زغملې شي۔ د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل چې د رشكئي اقتصادي زون او د سي پېك نورې پروژې په وخت ترسره كول ضروري دي۔توجه٬كاركردګي او عملدرآمد زمونږ د پرمختيائي پالېسۍ اصول دي٬ ده ووئيل چې خاص اقتصادي ځايونه د سي پیك مهم جز دي كوم چې زمونږ د اقتصادي پرمختګ رفتار ګړندې كولو او د روزګار موقعې پېدا كولو صلاحيت لري۔وزيراعظم ووئيل چې د رشكئي دورې په مهال ده د تعميراتي كار د رفتار جاج اخستې او د كوآرډينېشن په لار كښې د خامۍ لرې كولو يې هدايت كړې۔د رشكئي خاص اقتصادي زون په مهال وزيراعظم د مهمې جائزه غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د مواصلاتو وفاقي وزير اسعد محمود٬سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد طوري٬د وزيراعظم صلاحكار امير مقام٬په پاكستان ګښې د چين سفارتخانې ناظم الامور٬د چين كمپنو استازو او اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د رشكئي په خاص اقتصادي زون د روان كار په اړه بريفنګ وركړې شو
خاص اقتصادي زونز د سي پیك مهم جز دي٬ په تېر وخت كښې د سي پېك په پروژو كښې تاخير شوے٬دا مجرمانه فعل دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف ټوېټ
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔