اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې اولس دې د مري او نورو بالائي سيمو د سېل پلان څو ورځو لپاره موخر كړي. د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې مري او نورو بالائي سيمو لپاره په لويه شمېره خلق روان دي، د لكونو په شمېر ګاډي د دې سيمو په پلو روان دي، ځائي انتظاميې لپاره په دومره لويه شمېره كښې خلقو ته اسانيې رسول ناممكن دي. ده ووئيل چې كوم خلق په كورونو كښې دي، دوي ته خواست دے چې د بالائي سيمو د سېل پلان څو ورځو لپاره موخر كړي.
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا