اسلام آباد۔8مئی(اے پی پی) په پاكستان كښې د قازقستان سفير يرزن ك??تافين وئيلي دي چې قازقستان پاکستان سره پياوړې تجارتي اړيكې په ځايې كول غواړي ولې چې دواړه ه??وا??ونه په يو شمېر برخو كښې يو بل سره د تجارت كولو بشپړه صلاحيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد چیمبر آف کامرس اېنډ انډسټری يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د صدر احسن ظفر بختاوری په مشرۍ كښې د قازقستان سفارت دوره وكړه۔ ده ووئيل قازقستان پاکستان ته یورو آسیا او د منځنۍ آسيا منډيانو ته د رسېدو آساني وركوي له دې كبله د پاكستان دې ه??وا?? سره نزدې همكاري به دواړو لپاره ګټوره وي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر احسن ظفر بختاوری ووئيل قازقستان د منځنۍ آسيا يو مهم ه??وا?? دے او پاكستان ورسره كاروباري اړيكې زياتول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان او قازقستان د تعميراتو ٬ كركيلې ٬ ټېکسټائل، فارماسیوټیکل، سېلګرۍ ٬ انجینئرنګ، مشینرۍ، بېنکنګ او فنانس په شمول بېلو څانګو كښې يو بل سره مرسته كولې شي۔ ده ووئيل چېمبر د روان ك??ل جولائي مياشت كښې يو پلاوې قازقستان ته لېږل غواړي دغسې چې دوه اړخيزه تجارت لا ښه كړې شي۔ ده پاكستاني حكومت څخه غوښتنه وكړه چې پاكستان سره نېغ په نېغه فلائټس پیل كولو كښی قازقستان سره مرسته وكړي ٬ دې سره به كاروباري اړيكې لا پياوړې شي۔ د چېمبر ګروپ لیډر خالد اقبال ملک، پخواني صدر او یو بی جی عمومي سېكتر ظفر بختاوری، ډاکټر محمد عثمان او امير حمزه هم په دې مهال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د دواړو ه??وا??ونو ترمينځه د نېغ په نېغه فلائټس اجراﺀ يو تاريخي پېشرفت وګرځولو۔
قازقستان پاکستان سره پياوړې تجارتي اړيكې په ځايې كول غواړي٬ يرزن كستافين
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری