اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي هند په 5 اګست 2019 په نړيواله كچه منلے شوے د كشمير متنازعه حېثيت بدلولو او په مقبوضه كشمير كښې آبادياتي ډهانچې بدلولو له غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات كړي۔د استحصال ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل تېرو دريو كلونو كښې د رامخې ته شوو پېشرفتونو څخه دا خبره واضحه شوې چې هند په مقبوضه كشمير كښې آبادياتي بدلونونه مخ په وړاندې بوتللو لپاره په ناوړه منصوبو پرله پسې عمل كوي٬بايد ملګري ملتونه كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو په خپل لوظ عمل وكړي۔ده ووئيل دا اقدامات د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادنو او د څلورم جنيوا كنونشن پشمول د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده او دا د كشميريانو د جلا تشخص ختمولو د هند هڅو نه علاوه نور څه نه دي۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د نهه لكه هندي عسكرو موجودګۍ كشمير په لوي عسكري زون بدل كړے۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل 5 اګست 2019 نه تراوسه 650 څخه زيات كشميريان شهيدان شوي٬سږ كال د 130 څخه زيات كشميريان شهيدان شوي۔ده ووئيل د كشميري خبريالانو او د بشري حقونو محافظو سره د هند د غندنې وړ سلوك په ډاګه دے چې هند خپله ناجائز قبضه برقرار ساتلو لپاره تر كومه حده تللے شي۔ده ووئيل د كشميريانو په ضد د هند رياستي ترهه ګرۍ بشري حقونو او د بشري حقونو تنظيمونو سره سره د نړيوالې مېډيا د لارې رېكارډ شوي او وړاندې كړی شوي ګڼ رپورټس او وېډيوز شواهد له دستاويزي شكل وركړے شوے۔ده ووئيل پاكستان عمر له د هند پشمول د ګاونډيانو سره د امن ناكه اړيكو خوښي لري٬د بده مرغه د هند اقدامات او د دې په نتيجه كښې سازشونو په سوئېلي آسيا كښې د امن او سلامتيا ماحول خراب كړے۔خارجه وزير ووئيل د نتيجې وړ خبرو اترو لپاره د ښه چاپېرچل راپیدا كولو ذمه واري د هند ده كوم چې په سيمه كښې جامع امن او استحكام لپاره ضرورې دے۔ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميريانو د خواهشاتو له مخې د كشمير شخړه حل كول غواړي٬پاكستان به دې مقصد كښې د كشميريانو جائزو حقونو ترلاسه كېولو پورې د هغوي بشپړ ملاتړ روان ساتي۔
هند په مقبوضه كشمير كښې د آبادياتي بدلونونو په ناوړه منصوبو پرله پسې عمل كوي٬بايد ملګري ملتونه كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو پخپل لوظ عمل وكړي۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د استحصال ورځې په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن