چاغي 16 جولائي (اے پي پي) د توان وزير مملکت مير محمدهاشم نوتيزئي د بلوچستان چاغي سيمه كښې د دوه نور اسټوريج ډيلے ايکشن ډيمز پرانسته وكړه۔ مشرقي کوه سلطان ډيم 80 مليونه او جھلي ډيم 244 مليونه روپو لګښت سره به جوړولې شي۔ د پرانستې نه پس وزير مملکت ته د آبپاشي محکمې چارواكو د ډيمز په اړھ بريفنګ وركړو۔ پرانستې دستوره كښې د بلوچستان نېشنل ګوند كارمندانو او ځائې مشرانو هم ګډون وكړو۔ د توان وزير مملکت مير محمدهاشم نوتيزئي په دې موقع ګډون كونكو ته ووئيل وفاقي حکومت هېواد كښې د توان ذريعو په زياتولو كار كوي۔د ډيمز جوړول د وخت حاجت دې۔ چاغي كښې جوړيدونكو ډيمز سره به په سيمه مثبت اثرات پريوځي۔ده ووئيل د بلوچستان پرمختګ او سوكالي زمونږ د ګوند بلوچستان نيشنل ګوند د منشور مهمه برخه ده په كوم چې عملدرآمد کېږي۔
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج