اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) خارجه وزيرمخدوم شاه محمود قرېشي سره د هغه خپل سوډاني همڅنګ عمر قمر الدين اسماعيل د نائيجر په پلازمينه نيامې كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې په مهال وليدل۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ملاقات كښې دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د دواړو هېوادونو ترمينځھ امنيت ٬ تعليم ٬ صحت او د كركيلې په شمول بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې په وركولو هم سلا شول۔ ۔شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان او سوډان يو بل سره د عقيدې او نظرياتو په بنياد د ورورولۍ نزدې اړيكې لري۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د 1.3 ارب په آبادۍ او 54 هېوادونو د مشتمل براعظم افريقا اهميت په ډاګه كړو۔ خارجه وزير خپل سوډاني همڅنګ د پاکستان “انګېج افریقه” اقدام په اړه هم خبر كړو چې مقصد ئې براعظم افريقا سره نزدې ٬ مضبوط او په مرسته اډانه اړيكو ته وده وركول دي۔ دواړو خارجه وزيرانو د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو په لارو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړه لارښود د نزدې اړيكو په ځائې ساتلو او بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې مستحكم كولو عمل مخ په وړاندې بوتللو ته هم سلا شول۔
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره خپل سوډاني همڅنګ عمر قمر الدين اسماعيل وليدل
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ