اسلام آباد01 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د شورو په ورځ د خبريالانو تحفظ او خپلواكه صحافت ودې لپاره جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز پروټيکشن ايکټ 2021 لاس ليك كړے۔په ايکټ د لاس ليك دستوره په ايوان صدر كښې وشوه۔په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ، وفاقي وزيرې ډاکټر شيريں مزاري ، وزير مملکت فرخ حبيب ٬ د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل ، د اطلاعات او خپرونو وزارت او ذيلي ادارو افسرانو او ملازمانو ، صحافتي تنظيمونو عهديدارو او خبريالانو په ګڼ شمير ګډون وكړو۔ قامي اسمبلۍ په 8 نومبر 2021 او سېنېټ په 19 نومبر 2021 د خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز تحفظ (ايکټ ) بل 2021 منظوري وركړې وه۔ د دې ايکټ ترمخه خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز ته د رائے د اظهار آزادۍ حق ترلاسه شوے،هغوې به پيشه وره ذمه وارۍ په خپلواكه او غير جانبداره ډول ترسره كړي او د رائے څرګندونې حق به ولري ، هغوې له د شخصي ژوند ، كور او ذاتي خط او کتابت پشمول د اليکټرانك خبرو اترو پرائيويسي، د خپل خبر ذرائع د پټو ساتلو حق او د كوم هم كس يا ادارې د اړخه د جبر، تشدد، يرې ترهې ٬ دهړكې او په زبردستۍ د بې دركه كولو په ضد تحفظ وركړے شوے ، خبريالان به د خبر ذريعو ښودلو لپاره څوك نه مجبور كوي ، د دې بل ترمخه د ترهه ګرۍ مخنيوې او د قامي سلامتيا قوانين به د ميډيا پروفيشنلز پيشه وره ذمه وارو مخه نيولو په ضد د ناحق استعمال مخنيوې كولے شي۔ميډيا مالکان به خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز له د ټاكلي وخت ميعا له مخې لائف اينډ هيلتھ انشورنس وركوي، ميډيا مالکان به خبريالانو له په وخت د تنخا وركولو هم پابند وي۔د بل له مخې د خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز تحفظ، د ګيلو پلټنو او د دغې سمدستي ازالې لپاره آزاد کميشن جوړولې شي، کميشن كښې به د پاکستان بار کونسل، پي ايف يو جے، نېشنل پريس کلب، پي آر اے، د بشري حقونو وزرات ، د اطلاعات او خپرونو وزارت نمائندګان شامل وي۔ وفاقي حکومت به د کمېشن چيئرپرسن دوه كالو لپاره غوره كوي ، کميشن كښې به د لږو نه لږې درې ميرمن هم شامل وي۔د بل ترمخه د آئين آرټيکل 9 له مخې به د خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز د ژوند او امنيت حق باوري كولې شي ، كوم كس يا اداره به داسې اقدام نه شي كولې چې ورسره د كوم خبريال او ميډيا پروفيشنلز د ژوند حق او حفاظت خلاف ورزي وشي۔ حکومت به خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز له په زبردستۍ يا رضا کارانه توګه د بې دركه كولو ،تښتونې په ضد تحفظ وركوي۔ هغوې به د كومې يرې ترهې كار كولې شي،دا خبره به باوري كولې شي چې د هغوې د رائے د اظهار آزادۍ حق به كو م كس ، افسر، ايجنسي يا اداره پامال كولې نشي۔ خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز به د رايو څرګندونې حق د رائج قوانين له مخې ترسره كوي۔ د بل ترمخه به قوميت، نسلي، مذهبي كركې له به هوا وركونكو ،امتياز كوونكو يا د تشدد په رامخې ته كېدونكو موادو بنديز وي ۔ دغسې د نسلي،لساني، كلتوري يا صنفي كركې په خپرونكو موادو په تخليق به هم بنديز وي۔ د بل ترمخه خبريالان او ميډيا پروفيشنلز لپاره به دا خبره لازم وي چې د داسې موادو اشاعت ونه كړے شي د كوم چې د غلط يا دروغو هغوې ته علم وي ، څوك چې داسې كولو كښې ناکام شو په ضد به ئې مقدمه چلولې شي۔ د كوم سرکاري ملازم يا ادارې د اړخه د خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز په ضد تشدد، ناوړه الفاظ استعمالولو په صورت به د ځپلي كس په 14 ورځو كښې کمېشن ته وړاندې كيدو سره ګيله درج كولې شي۔ وفاقي محتسب يا اړوند اداره به په 14 ورځو كښې د زورونې په ضد پلټنې او قانوني کارروائي له اقدامات کوې۔ د خبريال په ګيله به کميشن مشاورتي کمېټي جوړوي چې پكښې به پريكړه كولې شي چې ګيله اوريدې شي يا نه ، کميشن به دا خبره باوري كوي چې خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز په ګيلو به قانوني کارروائي كېږي۔ خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز ته دهړكې وركونكې ، تشدد ، يا د جبر كولو په ضد به څوك هم د قانوني کارروائي څخه استثني نه لري ۔متاثره خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز له به قانوني معاونت هم وركولې شي۔د بل ترمخه به کمېشن د خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز په ګيلو حکومت، استخبارتي ادارې يا اتھارټي څخه معلومات ترلاسه كوي ، هغوې څخه رپورټ ، دستاويزات ، ډيټا يا شواهد به طلب کوي۔ حکومت ، ايجنسي يا اداره به په 14 ورځو كښې پلټنې او کارروائي کوي ، کمېشن سره به د سول کورټ په شان اختيارات وي، جرائم كه د کمېشن د اختيار نه بهر وي نو معامله به مجسټريټ ته لېږلې شي ، د کمېشن په وړاندې سماعت به عدالتي سماعت ګڼلې شي ، په ښه نيت كړو اقدماتو به کميشن او افسرانو ته استثني ترلاسه وي۔ ۔
صدر ډاکټر عارف علوي پروټيکشن آف جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز ايکټ 2021 لاس ليك كړو
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha