اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د صنعت او پیداوار سېكرټري٬د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت سېكرټري٬صوبائي چيف سېكترانو٬د خزانې وزارت اقتصادي صلاحكار٬د پي بي اېس غړو٬د يوټېلټي سټورز كارپورېشن اېم ډي او نورو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ضرورت څيزونو په بيعه بريفنګ وركړے شو۔په دې موقع د خزانې وزير شوكت ترين د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت ته په هېواد كښې د غنمو سټرټېچك ذخيرې په ښه ډول برقرار ساتلو لپاره د حكمت عملۍ مرتب كولو هدايت وكړو او وې وئېل د ضرورت د څيزونو بيعې په قابو كښې ساتلو لپاره دې هڅې او اقدامات جاري وساتلې شي۔په غونډه كښې د بيعو په اړوندو چارو غور وكړے شو
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania