اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي سعودي حكومت د كورونا احتياطي تدبيرونو تر سېوري لاندې كال 2021 لپاره 60 زره كسانو ته د حج كولو اجازه وركړې ده۔ دوئي كښې به 15 زره ځائي او 45 زره ګردې نړۍ څخه د حج كولو سعادت ترلاسه كوي۔ د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې هغه ووئيل هيله لرؤ چې دغه 45 زره كسانو كښې به پاكستان ته هم كوټه ترلاسه شي۔ سعودی حکومت اعلان سره په 9 صفحو مشتمل احتياطي تدبيرونه او شرطونه جاري كړي چې له مخې ئې د عمر حد د 18 كالو نه تر 60 كالو ټاكلے شوے دے۔ دې سره سره حج لپاره مطلوبه جسماني صحت سرټيفكېټ هم لازمي دے۔ د كال 2021 حج كښې خوښي لرونكي دې د هداياتو له مخې خپلې تياريانې روانې ساتي۔ هغه ووئيل مستند کرونا ویکسین سرټېفېکېټ او پی سی آر نېګټو ټېسټ هم لازمي دے۔ بلخوا پاكستان سعودي حكومت ته د چينائي وېكسين قبولولو خواست هم كړے دے۔
سعودي حكومت د كورونا احتياطي تدبيرونو تر سېوري لاندې 60 زره كسانو ته د حج كولو اجازه وركړې ده۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر