اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) پاكستان وئېلي دي كوم هم هېواد سندھ طاس لوظ نامې څخه په يو اړخيزه توګه خپل ځان جلا كولې نه شي٬د هندي وزيراعظم په بيانونو پاكستان يوازې كېدې نه شي٬ هند په مقبوضه كشمير كښې د ظلمونو او بشري حقونو خلاف ورزيو څخه پام ګرځولو كښې ناكامه راغلې٬ په لائن آف كنټرول ?? سرجيكل اسټرائيك هندي ادعا بې بنسټھ ده٬هند په لائن آف كنټرول ?? ډز بندۍ خلاف ورزي كړې٬ ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارول ??واړو٬د هندي رويې د لاسه پخوا هم څو ځل سارك كنفرنس ځنډېدلې ؤ ۔دا خبرې د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونو وركولو كښې وكړې۔د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې څخه د جلا كېدو په حقل?? د ??وې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل دا لوظ نامه د دواړو هېوادونو ترمينځه په اتفاق شوې ??ه او كوم هم هېواد يو اړخيزه توګه د دې څخه جلا كېدې نه شي۔وياند د اړي بريد په حقل?? د ??وې پوښتنې په ځواب ووئيل هند په كشمير كښې د ظلمونو څخه نړيوال پام ګرځولو كښې ناكامه راغلې۔اړي بريد د هندي ترهه ګرو تنظيمونو كاروائي كېدې شي۔سمجهوته ايكسپرېس بريد كښې هم د هند تنظيمونو د خپلو جرمونو اعتراف كړې۔ ده ووئېل په بلوچستان كښې د هند د را ايجنټ كلبهوشن ياديو نيول ??و د ??غه اعترافي بيانونه نړۍ كتلي چې په بلوچستان كښې هم هند لاس وهنه كوي۔وياند ووئيل مونږ سره په بلوچستان كښې د هندي لاس وهنې ثبوت شته۔ ده ووئېل اوس اوس وخت د براهمداغ بګټي د اړخ?? د ??ندي شهريت لپاره خواست او د نريندرمودي په دې اړه بيانونه ښكاره ثبوت دے۔وياند د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل پاكستان په خبرو اترو باو?? لري٬پاكستان تل د ټولو چارو په خبرو اترو هوارولو زور راوړې۔وياند د سارك كنفرنس په ځنډولو د افسوس څرګندونې سره ووئيل پخوا هم څو وارې د هندې رويې په وجه سارك كنفرنس ځنډولې شوې۔د هند پشمول ټولو غړو هېوادونو سارك كنفرنس كښې د ګډون مرسته كړی وه ۔وياند ووئيل د افغانستان پھ حقله نړيوال كنفرنس په 4 اكتوبر برسلز كښې كېږي٬پاكستان به په هغې كښې ګډون كوي۔د افغانستان په حقل?? د ??وې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بايد كوم هم هېواد خپله خاوره د بل هېواد په ضد كارولو له ورنكړ
هند په لائن آف كنټرول د ډز بندۍ خلاف ورزي كړې٬كوم هم هېواد سندھ طاس لوظ نامې څخه په يو اړخيزه توګه خپل ځان نشي جلا كولې
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل