اسلام آباد،نیویارک۔22ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان او ناروے يو بل سره د تجارت ٬ سرماريه كارۍ ٬ تعمير او پرمختګ په څانګو كښې ځانګړې ډول مرسته لري۔ دا خبره هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76 مې غونډې په مهال د ناروے خپل همڅنګ اینا ایرېکسن سوریډا سره ملاقات كښې وكړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايز او نړيوال اهميت په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان او ناروے يو بل سره د تجارت ٬ سرماريه كارۍ ٬ تعمير او پرمختګ په څانګو كښې ځانګړې ډول مرسته لري۔ په ناروے كښې مېشته 50 زره پاكستاني وګړي دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو كښې كليدي كر دار ترسره كوي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د سياسي ٬ اقتصادي ٬ توان او د شريكې خوښې په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پراخا موقعې موجود دي۔ د پاكستان حكومت بهرنيو سرمايه كارانو ته په زړه پورې مراعات وركوي۔ هغه ووئيل د ناروے لويې كمپنۍ زمونږ د كاروبار دوسته پالېسيو څخه ګټه پورته كولو سره پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو د لارې بهترينه منافع كټلې شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او ناروے ترمينځه د راروان سياسي مشاورتي غونډې زر تر زره په كولو متفق شؤ۔ خارجه وزير ووئيل د ناروے په پارلېمنټ كښې د پاك – ناروے فرېنډشپ ګروپ جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني رابطو ته وده وركولو له ګټور ثابتېدې شي۔ خارجه وزير د ناروے خپل همڅنګ د افغانستان رامخې ته كېدونكې وضعې او امن په ځائې كولو له د سباؤن تګلارې په اړه د پاكستان نقطه نظر نه هم خبر كړو
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ناروے خپل همڅنګ سره ملاقات ٬ د افغانستان رامخې ته كېدونكې وضعې او امن په ځائې كولو له د سباؤن تګلارې په اړه ئې د پاكستان نقطه نظر نه خبر كړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج