اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد د لاهور الېکټرك سپلائي کمپنۍ (لېسكو) درخواست مسترد كولو سره كونډې ته د ھغې د جائز پېنشن بشپړه برخه د وركولو سپارښتنه كړې، صدر د حکومتي پاليسۍ له مخې د الاٶنسز سره كونډې ته د پېنشن په نه وركولو د خشم څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي پاتې پېنشن د حكومتي پاليسۍ له مخې د خاوند د ريټائرمنټ نيټې څخه سره د اضافې وركړئ ۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې شكايت كونكې مختار بېګم د خپل حق رسېدلي خاوند څوك چې په لېسكو كښې ملازم ٶ او په كال 2005 كښې ريټائرډ شوے او په دسمبر كال 2013 كښې پحق رسېدلے ؤ ٬ د خاوند د مرګ نه پس فېملي پنشن اغستو خو شرح ئې كمه وه۔ دغسې صدر د ټولو حقائقو كتلو نه پس د لېسكو اپيل په دې بنياد مسترد كړو چې د محتسب حكم نامه په مارچ كال 2021 كښې راغلې وه او په جولائي كال 2021 كښې يعنې 4 مياشتې تېرېدو نه پس نمائندګي دائر كړې وشوې كومه چې د پرېكړې نه پس په 30 ورځو كښې داخلول پكار وي ٬ دغسې لېسكو د محتسب پرېكړې په ضد صدر ته په اپيل كولو كښې هم تاخير كړے۔ صدر په خپله پرېكړه كښې ليكلي چي په تاخير د اپيل كولو اړخ نظر انداز كېدے نشي او د محتسب پرېكړې په ضد په تاخير كولو د لېسكو درخواست مسترد كېږي
د وفاقي محتسب پرېكړې تر مخه كونډې ته د ھغې جائز پېنشن وركړئ ۔ د صدر ډاکټر عارف علوي لاهور الېکټرك سپلائي کمپنۍ ته امر
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado